په غلامۍ کې د غلامۍ«خیالي خپلواکۍ» لمانځنه

الحاج استاذ بیانزی

له کومه چه امان الله د روسی او انګریزی سفارتو په تبادله له انګریزانو خيالی سیاسی خپلواکی تر لاسه کړی چه له امله یی د ازاد او مقبوضه کشمیر په شان شمال افغانستان روسانو او جنوب افغانتستان انګریزانو ته وسپارل شو، هغه هیواد چه انګریزانو او روسانو په ګډه د خپلمنځی جنګو د مخنیوی د پاره خپلواک پریښی وو بلاخره یی د امان الله په پاچا کولو یی په شمال او جنوب دواړو سره  وویشلو شمال روسانو او د جنوب  اجاره په قباله بدله او د انګریزی او روسی  سفارتو تبادلی ته یی د سیاسی خپلواکی نوم ورکړو. انګریزانو او روسانو دغه غلام ( سیاسی خپلواکی نه یواځی په رسمیت وپیژندله بلکه ښه یی ونمانځله، د خپلواکی اتل تر ماسکو د مخه لندن ته وبلل شو او لندن کی یی د توقع خلاف ډیره پذیرایی هم وشوه. روسانو د شمال افغانستان نظامی، استخباراتی او داسی نوری ټولی چاری د مستقیم نظارت او نیمه کنترول لاندی ونیولی تر ټولو لمړی یی د ارګ مخی ته د استقلال څلی جوړ او هر کال به یی په اړه د خوشالیو جشنونه نیول کیدل او نیول کیږی، تر ننه ټول افغانستان د روسانو او انګریزانو مستعمره دی.

پوښتنه: انګریزانو او روسانو خو زمونږ هیواد د خپل منځی جنګو د مخنیوی له امله خپلواک پریښی وو، ولی یی د خپلواک پریښودلو په ځای خپلو کی په شمال او جنوب وویشل؟

ځواب:

سره د دی چه روسانو او انګریزانو د مخامخ جنګ د مخنیوی د پاره زمونږ هیواد خپلواک پریښی وو مګراستعماری تړونونه د استعماری ګټو او لاسبریو پوری تړاو لری. سره د دی چه د انګریزانو سره د روسانو پرتله د امیر شیرعلی خان د دوستی اړیکی ډیر نزدی وی انګریزانو د پشتونخوا سیمی د ټولنیزو قومی جوړښتو په ویجاړولو خپلمنځی جنګو ته ننویستلی وه انګریزنو به د مخالفو اړخو سره پټی مرستی او لاسوهنی لرلی چه نزدی راتلونکی کی یی خپلی کړی د امیر د پاره هغه سیمو له سر دردۍ بله ګټه نه لرله او انګریزانو د امیر چوپ ساتلو د پاره امیر تل خوشاله ساتلو. تر دی چه روسانو امیر ته د همدی نزدی اړیکو  د سزا ورکولو له پاره پنجده په زور ونیوله،  د پنجدی له نیولو انګریزانو ډیره ګټه پورته کړه.

هغه ګټه دا چه د امیرمحمد یعقوب خان دوره کی یی چه د پشتونخوا سیمی لا یغی شوی وی انګریزانو عیاش او ناپوهه امیرمحمد یعقوب خان ته د  کال اتو لکو کالدارو په بیه د پشتنخوا د سیمو اجاره کولو وړاندیز وکړو هغه د هغو سیمو د سردردی رفع کولو او د دلبار د مصارفو د پاره د کال اته لکه کالداری غنیمت وګڼلی او هغه تړون یی ورسره ومنلو په دغه تړون کی یی کابل کی د روسی سفارت تړل او د روسانو په مقابل کی د امیر د ملاتړ د پاره انګریزی سفارت کی د عسکرو زیاتول هم ورزیات کړل.

انګریزانو د پشتونخوا سیمو د خپلولو د پاره د هر امیر سره بل ځانګړی تړون لاسلیک کولو د شرایطو په زیاتولو او ضیقولو به یی د اجاری بیه هم ورته دوه چنده او دری چنده کوله د امیرعبدالرحمن وخت کی یی ورباندی د ډیورنډ په نوم د اجاری پولی هم ځانګړی او لاسلیک کړی، خپلی خبری لنډوم د امیرحبیب الله خان دوره کی روسیه کی کمونستی انقلاب د رامنځته کیدلو له امله د روسی او انګریزی استعمار تلی او ترازو بدلون وکړو یعنی انګریزان مخ په زوال او روسان برلاسی شوی وو، روسانو په افغانستان کی د انګریزی نفوذ د کمولو او روسی سفارت بیا پرانستلو د پاره د امیرحبیب الله خان په زامنو کی د نادرخان په منځګړتوب سرمایه ګذاری او مغزشویی وکړه.

امان الله خان د امیرحبیب الله خان دریم او د ناګڼلی میرمن زوی وو مور یی د کومو دلایلو له مخی تر دی کچی ناګڼلی وه چه په طلاقو ورکولو ګواښل شوی او د پاچا په بیبیانو کی یی مساوی حیثیت نه درلود هغی د همدغه عقدی له مخی غوښتل چه خپل زوی په هره بیه چه وی پاچاهی تخت باندی کینوی. په هم دغه حساسه دوره کی روسانو د عیاش امیر په زامنو کی د همداسی عقده مندو په پلټنه او لټون کی وو، نادرخان او دری نور ورونه یی د امیر حبیب الله لوی او باوری جنرالان وو نادر د پاچاهی ترلاسه کولو د پاره د روسانو او انګریزانو دواړو هوښیار او پیاوړی جاسوس وو روسانو ته یی د امان الله او د هغه د مور حیثیت راپور ورکړو روسانو له دغه خالیګاه پوره ګته پورته او په امان الله یی سرمایه ګذاری وکړه مخکی له مخکی یی ورته د (( ویښو خلمیانو )) په نوم چپی ګوند ورته جوړ چه د سیاسی ازادی ترلاسه کولو شعارونه به یی زمزمه کول.
تر دی چه امیرحبیب الله خان یی د نادرخان په مرسته په شهادت ورسولو او امان الله خان یی د پلار په وژلو خپلواکی پاچاهی ته ورسولو پاچاهی یی د انګریزانو او روسانو له خوا په رسمیت پيزندل کیږی سمدلاسه د انګریزانو په ضد د خپلواکی جنګ له تل او وانو پیلوی لکه د کوزی پشتونخوا خپلواکی چه ترلاسه کوی، دانګریزانو سره په قندهار پکتیا او ننګرهار کی صف ارایی کوی لکه مخکی د مخکی جوړه شوه ډرامه جنګ وو قندهار او ننګرهار کی امان الله مات مګر پکتیا کی نادرخان تل او وانو نیسی او سمدلاسه انګریزان د تسلیمی لاسونه پورته کوی او راولپندی کی د خپلواکی ورکولو مجلس جوړ او امان الله خان ته د شمال افغانستان دخپلواکی مبارکی وایی ( په داسی حال کی چه شمال افغانستان کی خو پاچاهی وه ) صرف دومره بدلون چه انګریزی سفارت لیری او په ځای یی روسی سفارت او روسی عسکر زیاتوالی کوی، په تل او وانو کی چه نادرخان بریاوی ترلاسه کړی وی په کار دا وه چه د بشتونخوا ازادی ترلاسه شوی وی مګر دا د روسانو او انګریزانو ترمنځ قبلی تفاهم او توافق ترسره شوی وو چه شمال افغانستان به روسان او د جنوب اجاره به په قباله بدلیږی.

له هغه وروسته امان الله خان باید لمړی ماسکو ته تللی وی چه پاچاهی ته یی رسولی وو، او خیالی خپلواکی کی یی ورسره مرسته کړی وه او د شمال افغانستان ټولی اړیکی یی روسانو سره نزدی کړی او … برخلاف د امان الله لمړی سفر د انګریزانو په دوستانه بلنه لندن ته ترسره او هلته یی د توقع خلاف لکه د یو نړیوال قهرمان پذیرایی کیږی، انګریزان یی حکومت او خپلواکی تر روسانو دمخه په رسمیت پيژنی او… کله چه د انګریزانو قبلی تفاهم او توافق دوهمه مرحله رسیږی چه امان الله پکی نه یواځی له پاچاهی لیری بلکه د حبیب الله خان له ډاره له هیواده تښتی او حبیب الله د نادرخان په واسطه په ډیره اسانی وژل کیږی او نادرخان پاچا کیږی ، هغه او د هغه زوی ظاهر هم  د روسانو او انګریزانو په دستورهر کال د امان الله خیالی خپلواکی لمانځی.

روسان د ظاهر په دوره کی هغه شرایط اماده کوی چه له مخی یی افغانستان مستقیما د شوروی اتحاد په اقمارو کی ور ننباسی او د خپلو اصلی کمونستو غلامانو په واسطه یی اداره کړی، هغو غلامانو د معمول له مخی د امان الله خیالی خپلواکی ( غلامی ) په غلامۍ کی لمانځله تر دی چه زمونږ مجاهد اولس یی په ضد جهادی پاڅون کوی روسان مجبوریږی چه زمونږ هیواد په اخری وحشت اشغال کړی زمونږ څو میلونه بی ګناه او بی دفاع افغانان یی په شهادت ورسول ، څو میلونه په هجرت مجبور شول او هیواد مو به کنډواله بدل او د هر ډول بدمرغیو سره مخ شومګر د غلامی د ژوند په ځای مو د خپلواکی وژنی او هر ډول شکنجی ومنلی او بریالی مقاومت ته مو ادامه ورکړه.

دغه وخت دی چه شیطانان او ګیدړان انګریزان ( چه د روسانو له ویری یی د اسمان ستورو ته پناه وړله ) تش په نامه جهادی رهبران په بیه رانیسی رهبران او مجاهدین په پیه رانیسی. روسان ماتیږی مګر روسان له افغانانو د غچ اخستنی او د الهی نظام د مخنیوی د پاره  د مجاهدینو په ځای انګریزانو ( امریکایانو ) ته تسلیمیږی او هغه افغانستان هم ورته ژوندی سپاری ( چه امان الله خان روسانو ته ژوندی سپارلی وو) امریکایان د امارت اسلامی الهی نظام نسکوروی او په ځای یی غلامه اداره چه له پلورل شوو اخوانیانو، کمونستان او سکولریستانو جوړه شوی وه نصبوی، د نوی غیر متجانسی او فاسدی غلامی اداری لمړی مشر غلام کرزی او اوس غلام غنی هماغسی په دوهمه غلامی کی لمړی غلامی لمانځی په داسی حال کی چه د انګریزانو ټآنکونه،  نظامی مهمات زمونږ وچه ، لمده او هوا احتوا کړی مونږ په خپلو کورو کی تړی، وژنی او میرمنی مو بی عفته کوی او هغوی مونږ ته به دوهمه غلامی کی د لمړی غلامی د لمانځلو د پاره ۷۸ میلونه دالر راکوی دا څومره د حیرانتیا ، شرم او توهین خبره ده. بیا هم په میدیا کی مغز پریمنځل شوی اخوانیان، کمونستان، نشنلستان او سکولریستان غلامان یی د امان الله د اتلولی ډولونه دنګوی او د لمړی غلامی لمنانځنه په دوهمه غلامی کی کوی.

څو اونۍ د مخه د معمول په اساس [ چه غلامی اداری تل د امان الله غلامی په شاندارو مراسمو لمانځی ] غلام غنی هم په خپل وار په دوهمه غلامی کی د لمړی غلامی ( خیالی خپلواکۍ ) سلمه کلیزه په دی نامه لمانځی چه اتل امان الله سل کاله دمخه په یوه اونۍ کی دننه د همدغو انګریزانو له نیکونو خپلواکی تر لاسه کړی وه چه نن د هماغه انګریزانو زامن لمسی په مونږ حکومت کوی او نننی انګریزان مونږ ته ۷۸ میلونه دالر له پرونو انګریزانو څخه د خپلواکی تر لاسه کولو د لمانځنی دپاره راکوی؟

له ځانه پوشتنه نه کوو چه امان الله دا خیالی خپلواکی له چا ترلاسه کړی، ایا هغه وخت انګریزانو د نن په شان زمونږ هیواد اشغال کړی وو، ایا مونږ هغه وخت خپلواکی نه لرله؟ او که مونږ د غلامۍ او خپلواکی تعریف بدل کړی غلامی ته خپلواکی او خپلواکی ته غلامی وایو، د امان الله د خپلواکی له جنګ دمخه کوزه پشتونخوا زمونږ خاوره وه انګریزانو یی مونږ ته د اجاری دکال ۱۶زره کالداری راکولی، امان الله هغه اجاره په قباله بدله او د اجاری هغه روپی هم د خاورو سره خاوری شوی یعنی جنوب افغانستان یی په رسمی ډول د انګریزانو مستعمره کړو او شمال افغانستان کی چه امان الله پاچا وو ( ایا امان الله  او هغه نیکونه غلام پاچاهان وو ؟ ) که غلامان پاچاهان وو او زمونږ هیواد انګریزانو دهند په شان اشغال کړی وو نو اول خو به امان الله پاچا نه وو او که غلام پاچا وو دانګریزانو سره به یی جګړه د طالبانو په شان د هیواد دننه پیل کړی وی په تل او وانو کی د انګریزانو سره جنګ دا معنی لری چه شمال افغانستان خپلواک وو، مګر اتل امان الله روسانو ته ژوندی وسپارلو یعنی شمالی افغانستان هم د امان الله له لاسه وروسته وروسته د شوروی اتحاد په اقمارو کی ننوت او بیا هم د امان غلامی د خپلواکی په نوم هر کال لمانځل کیږی زه نه پوهیږم ولی ایا دا لیکوالان هم غلامان دی او که ناخبره دی او یا نوری ستونزی دی او یا د غلامی او خپلواکی تعریفونه الیش شوی دی.

د غلام او غلامی یو عمده تعریف دا چه:

[ غلام نه د څه ویلو صلاحیت او نه د څه کولو مالکیت لری لکه کرزی او غنی چه د څه ویلو او کولو دپاره له بادارانو دستور او قومانده ترلاسه کوی]

امان الله اود هغه پلرونه او نیکونه پاچاهان وو، انګریزانو سره یی د اجاری او داسی نور تړونونه لرل غلام تړون نه قومانده ترلاسه کوی، هو زمونږ هیواد د امان الله د خیالی خپلواکی ګټلو وروسته د روسانو او انګریزانو مستعمره هیواد جوړ شوامیر محمد یعقوب خان د امان الله وور نیکه هم د خپل هیواد مالکیت او هم یی د هغو زمکو د اجاره کولو صلاحیت درلود چه چاته یی په اجاره ورکړی یا ورنکړی او یا د اجاری دپاره څه شرایط او څه بیه وټاکی، همدا حالت د یعقوب خان د مخه امیرانو او هم وروسته پاچاهانو یا امیرانو وو نو بیا امان الله کومه خیالی خپلواکی تر لاسه کړه چه کوزه پشتونخوا یی په بیه کی ورکړه او که د سفارتو تبادله یی د افغانستان دخپلواکی په بیه ترسره کړه؟.

سربیره پردی که تاریخو ته مراجعه وکړی و به مومی چه روسانو او انګریزانو زمونږ هیواد د مخامخ جنګو د مخنیوی د پاره حد فاصل ټاکلی وو یا خپلواک پریښی وو یعنی  نه د یوه او نه د بل مستعمره وه هو، کله به د یوه او کله به یی د بل سره نزدی اړیکی لرلی او لا به د ناپوهیو او عیاشیو له امله  د یوه او بل د استعماری نفوذ لاندی نن صبا د نړی ډیر هیوادونه د یوه یا بل استعماری قدرت د نفوذ لاندی مګر په ښکاره خپلواکی لری. یو وخت روسانو له مونږ پنجده په دی ونیوله چه امیر شیرعلی خان د انګریزانو سره نزدی اړیکی لرلی. پنجده مستعمره شوه مګر نور افغانستان خپلواک وو.

په دی اړه به د امان الله د خیالی خپلواکی له پلویانو سره لاندی څو پوښتنی مطرح کړو، په اسنادو، شواهدو او حقایقو متکی او د منلو وړ ځوابونه به مطرح کوی که د منلو وړ اسناد او دلایل یی وړاندی کړل مونږ به هم د امان الله خپلواکی او اتلولی ومنو لکه د احمدشاه بابا باباتوب او اتلولی چه مو منلی د امان الله بابا اتلولی به هم ومنو او د نه منلو د وخت بخښنه به وغواړو او که امان الله دومره بدمرغه انسان وو چه د پاچاهی ترلاسه کولوو د پاره یی د روسانو په ملاتړ خپل پلار په شهادت ورسولو، څوک چه د خپل پلار سره له دومره لوی وحشت څخه کار واخلی هغه به د هیوادوالو دپاره څرنګه خدمت کړی او خپلواکی به یی ترلاسه کړی وی هغه د افغانستان د ویشلو د پاره د روسانو او انګریزانو د قبلی تفاهم او توافق د پاره د ابزار په ډول وکاریدلو:

۱ ــ غلامان د اجارو، خرڅلاوو، قبالو او یا نورو تړونو د لاسلیک کولو صلاحیت او د مالکیت حق لری؟

۲ــ  ایا امان الله او نیکونه یی غلام پاچاهان وو؟

۳ ــ  زمونږ پاچاهانو د انګریزانو په ځای د هندوانو سره تړونونه ولی نه لاسلیک کول؟

۴ ــ  زمونږ هیواد که د هند په شان د انګریزانو مستعمره وه، نو امان الله د ټل او واڼو په ځای د پرونو او نننو
مچاهدینو په شان هیواد دننه د انګریزانو سره ولی نه جنګیدلو؟

۵ ــ پرونو او نننو مجاهدینو خو د روسانوسره پرون او امریکایانو سره نن دوه دوه لسیزی وجنګیدل په میلونو تلفات یی لرل، د خپلواکی هغه جنګ څومره تلفات له ځانه سره لرل؟

۶ ــ  زړور او مدبر امان الله په  څو ورځو کی انګریزان تسلیم مګر اجاره شوی پشتونخوا یی له یاده وویستله؟ او که د انګریزانو او روسانو قبلی تفاهم او توافق همداسی شوی وو؟

۷ ــ  په هغه پټ تفاهم او توافق کی امان الله هم د غلام غنی په شان منزوی پاتی شوی وو؟

۸ ــ تر روسانو دمخه ورله انګریزانو خپلواکی په رسمیت وييژندله، تاسی ته غیر معمول نه بریښی؟

۹ ــ انګریزان امان الله ته تر روسیی دمخه د لندن د تګ بلنه ورکوی او لندن کی یی تر ماسکو زیاته پذیرای کیږی حیرانونکی نه ده ؟

۱۰ ــ  زړور او مدبر امان الله د غښتلو او پیاوړو انګریزانو مقابل کی زمری او د کمزوری  سقاو د بچی مقابل کی بیا ګیدړ او د تیښتی لیاره یی ولی خپله کړه او نادرخان په ارامه ووژلو ولی؟

۱۱ ــ حیرانونکی نه ده چه دواړه استعماری قدرتونه په خپل مصرف دا یوه پیړۍ  په خپلو غلامو ادارو د غلام امان الله غلامه خپلواکی لمانځی ؟ او داسی نور او نور.

د امان الله له پلویانو هیله لرم چه پورته پوښتنو ته د حقایقو په رڼا کی ځوابونه ولیکی که ځوابونه یی معقول او په حقایقویی تکیه لرله د امان الله خپلواکی اخستل رشتونی وو زمونږ معلومات به نیمګړی او ناسمه وو په بخښنه غوښتلو به یی مونږ هم درناوی او لمانځنه شروع کړو او که نه تاسی بیا د روسی او انګریزی استعمار دغه ګډی وډی پريږدۍ چه زمونږ د اشغال او استثمارولو د پاره یی کاروی.

راځی چه یو موټی، یوه خوله، هم سنګره، هم نظره او له خپل مظلوم اولس، خاوری او خپلواکی دفاع وکړو، تاسی وګوری چه ۴۹ هیوادونه د یوی امریکا د رهبری او قیادت لاندی یو موټی او یوه خوله دی هم نظره او هم سنګره دی مونږ برخلاف خپلو کی د نورو د ګټو د پاره جنګیږو له اتاترک، امان الله، نجیب او نورو خبیثانو رهبر او پیغمبر جوړوو؟ نه هیڅکله هم نه، راځی چه د یو څو امریکایی ډالرو او مقامو تیر شو او له خپل هیواد بیا رشتونی خپلواکه او د نورو پرمختللو هیوادو په شان په پښو ودروو. د غلامی له زرو کلو عمر ( که څه هم په ارګ، کریملن او سپنو ماڼیو کی وی) د خپلواکی د یوی ګړۍ ژوند ډیر شرف لری ( که څه هم په زندانو او شکنجو کی وی ) راځی چه له دغه غلامۍ ( خیالی خپلواکی ) له لمانځلو ( او هغه هم په غلامۍ کی ) له توهینه ځانونه وژغورو چه د انګریزانو په اوسنۍ غلامۍ کی د  انګریزانو د پرونی غلامی لمانځنه کوو څومره د شرم او بی ننګۍ خبره ده؟.

روسانو او انګریزانو مونږ په اخری څو پیړیو او اخری څو لسیزو کی د هر ډول بدمرغیو ( غریبیو او ناپوهیو ) سره د دی د پاره مخ کړی یو چه په لږو معاشو په راکولو  او غلامو مقامو په راکولو او کارولومو په اسانه د مظلوم اولس د استثمارولو د پاره  وکاروی له مجاهدینو راته جاسوسان او له غلامانو راته خپلواکان او اتلان جوړ کړی، زمونږ زړونه او مغزونه یی په استعماری ایزمونو پرمینځلی مونږ یی د صلیبی پتلون او نیکتایی په اغوستلو روشنفکران او تکنوکراتان کړی یو،  مونږ یی د جعلی تعلیمی اسنادو په لرلو او کارولو د لوړو چارو چلولو اهل کړی یو، زمونږ د ژوند سطح یی د سوړسک او له اوربشینی پورته ډول ډول صابونو او شامپو، لیپ ټآپ، ای فون او مرمی ضد لندکروزری کارولو سره روږد کړی یو، په کانکریتی دیوالو کی یی پټ کړی په د دفترو او کورونو مو څارنه او ساتنه کوی [ اخر مونږ کی څه دی چه دوی مو دومره نازوی ؟ ] قضایی مصونیت یی راباندی لاسلیک کړی د غلامانو په کورونو کی تر هغوی دوی ډیر صلاحیت او اولیت لری که هغوی د څارنی او ساتنی وخت کی په کومو بد اخلاقیو، جنسی تیریو او سرغړونو هم وګوری نه د مقاومت او نه د شکایت حق لری تر دی بله غلامی او بی ننګی به چیری وی؟ له دی ژونده او له دی ډالرو او مقامو ورته مرګ څو واری شرف نه لری. له اشرف غنی، کرزی او پلویانو یی پوښتنه کوم.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر، وایی چه کوم سړی غوښتل چه ځان مشهور .نو جومات کی یی غلط کار وکړ،تر څو شهرت تر لاسه کړی، لیکونکی عینا همداسی عمل تر سره کړی دی، پورتنی لیکنه کی چه لیکوال څه لیکلی دی،نه په تاریخ کی شته او نه هم بل کوم کتاب کی. پورتنی لیکنه هیڅ کوم موخذ نه لری،د لیکنی هر ټکی مستیقما له خیټه څخه راوتلی ،او په هیڅ ټکی یی سوچ نه دی شوی، د ڼن ټکی اسیا چلونکیو ته احتراما عرض وړاندی کوم چه، د داسی لیکنی د ڼن ټکی اسیا کی نه نشروی ،چه د خلکو خولی خوند… نور لوستل »