ورزش

ملي لوبډله راتلونکي سیالیو ته د چمتو والي په موخه عربي اماراتو ته لاړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د چهارشنبې په ورځ د راتلونکې ټيسټ او شل اوریزو سیالیو ته د چمتو والي په موخه عربي اماراتو ته لاړه.

ملي لوبډله به د اګست میاشتې له ۲۲مې نیټې څخه تر ۲۹مې نیټې د عربي اماراتو په ابو ظبي ښار کې د غوراوي کمیټې مشر او د یادې دورې لپاره د ټاکل شوي روزونکي «انډي مولز» په مشرۍ د راتلونکو سیالیو لپاره تمرینات ترسره کوي.

د افغانستان کرېکټ غوراوي کمیټې وړمه ورځ د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د یوازینۍ ټیسټ او د زمبابوې، بنګلدیش او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزه شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د ټیسټ سیالۍ لپاره نوملړ کې افغان لوبډلې که څه هم پر پخوانیو لوبغاړو تمرکز کړی خو ددې لپاره یې لوبډله کې دوه ځوان لوبغاړي (ابراهیم ځدران او سید شیرزاد) هم شامل کړي دي، همدا ډول د شل اوریزو سیالیو لپاره د ځوان لوبغاړو څخه شاهد الله کمال، فضل نیازی، نوین الحق او رحمان الله ګربز شامل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به د اګست په ۳۰مه نېټه بنګلدیش ته سفر کوي، چې هلته به له دوه ورځنۍ تمریناتي سیالۍ وروسته د سپتمبر په ۵مه د بنګلدیش پر وړاندې ټیسټ سیالۍ ترسره کوي، همدا ډول په ۱۳مه نېټه به درې اړخیزه شل اوریزه سیالۍ پېلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx