ګډ حکومت د طالبانو او امریکا خبرو ته هيله ‌من دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل): ګډ حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرو ته خوشبيني ښودلې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صدیقي نن په کابل کې رسنيو ته ويلي، حکومت هيله‌ لري د امریکا او طالبانو د خبرو له پای ته رسېدو وروسته به بین الافغاني خبرې پيل او اوربند ته هم لاره اواره شي.

طالبان له ګډ حکومت سره له خبرو انکار کوي او په رسميت يې نه پيژني.

طالبان وايي، د کابل ګډ حکومت د امریکا ګوډاګی دی، د پرېکړو واک نه لري او هيڅکله به د رسمي جهت په توګه ورسره خبرې ونه کړي.

صديق صديقي دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ قطر ته روان شوی دی.

خلیلزاد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، امریکا له طالبانو سره هوکړې ته چمتو ده، چې طالبان تیار دي که نه؟

قطر ته له روانېدو درې ورځې وړاندې زلمي خلیلزاد په نيوجرسي ايالت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ملي امنيت شورا کې خپل کاري راپور وړاندې کړی و.

له دغې ناستې وروسته ولسمشر ټرمپ ويلي و، دی د افغانستان جګړه پای ته رسوي، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر کموي، خو ټينګار يې کړی، چې د نړيوالو وسله والو ډلو د مخنيوي لپاره به هلته قوي استخباراتي ځواک پرېږدي.

طالبانو د ټرمپ دې څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او وايي، که امریکا خپل ټول پوځيان له افغانستانه ونه باسي، دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د سولې روانه پروسه به هم زيانمنه شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

امریکایان که د سولی په خبرو کی رشتونی وی له اوله به یی د سپټمبر فاجعه ( چه څه کم دری زره امریکایان پکی ووژل شول ) نه رامنځته کوله، چه په غج اخستنه او بلمه یی افغانستان ، منځنی ختیز او د افریقا شمال اسلامی هیوادونه یا په ټوله کی اسلامی نړی د جنګ هدف وګرځوله او یو د بل پسی یی ورباندی بریدونه وکړل د افریقا شمال هیوادو کی یی بی نظمه القاعدی مجاهدین تر ډیره کچی وځپل او زړی مهری یی په نوو مهرو بدلی کړی په منځنی ختیز کی یی عراق او سوریه اوس هم د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

د غوایی له ښکر سره یی په جنګ مه اچوي.