لوګر: د کوچيانو په کيږدۍ بمبار اته ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل): په لوګر ولايت کې د ګډو ځواکونو په شپنيزو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اړوند قاسم خېلو سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي، يو سپین ږيری يې وژلی او يوه ميرمن او شپږ ماشومان يې ټپیان کړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې عسکرو د چاپې پرمهال کورونو دروازې هم ماتې کړي دی او له کورونو څخه يې قيمتي سامانونه هم له ځان سره وړي دي.

دوی وايي چې په کلي له چاپو او تلاشيو وروسته هوايي ځواکونو د کوچيانو کيږدۍ بمبار کړې ده او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو چاپې او عمليات زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د