
غزل؛ جانان خدرخېل
جانان خدرخېل
وګوره څومره هدیرې دي کنه
جنګ کې خو دغسې کیسې دي کنه
ورځه، ورځه اندېښنه څله کوې
زموږ دعاوې درپسې دي کنه
وږی ولس یې په ځان خولې لګوي
خو د پاچا سترګې ړندې دي کنه
له ډېره غمه مې ماغزۀ خوټېږي
په زړۀ مې بلې سرې لمبې دي کنه
مړه! هر یو دوه درې یارانې لري
د ښار د وړکو خو مزې دي کنه
په نور ښایست کې یې خبره نشته
خیر ده که سترګې یې وړې دي کنه
سپینې خولګۍ پسې دې ځکه مرمه
لاړې دې شاتو نه خوږې دي کنه
کله له دوی سره خبره کېږي
ژبې یې زلفو نه اوږدې دي کنه
د “خدرخېل” په اوږو نور څه دي خو
د ارمانونو جنـــــازې دي کنه
ـــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل
۱۳۹۸/۵/۹
دا نو شعر شو
کومه رساله ليږدوي
څه پيغام له ځانه سره لري
کوم مفهوم افاده کوي