افغانستان

اشرف غني: له ټاکنو پرته سوله شونې نه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل):په داسې حال کې چې د طالب او امریکایي لوري تر منځ خبرې د پای لور ته په رسېدو ښکاري او تمه کېږي د دواړو لورو تر منځ د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي؛ د ګډ حکومت مشر وايي، ټاکنې د سولې په پرتله ورته لومړیتوب لري او له ټاکنو پرته سوله تامینېدای نشي.

د ګډ حکومت مشر دا څرګندونې په اروپا کې د امریکايي ځواکونو له قوماندان « ولټر» او د ناټو له ملکي استازي «نیکولاس کي» سره په ګډه ناسته کې کړې، نوموړي ویلي «ټاکنې ترسره کېږي او د افغانستان خلک به په غښتلې ارادې خپل راتلونکی حکومت او زعیم وټاکي، له ټاکنو پرته سوله نشي تامینېدای او په ډېر تاسف چې طالبانو له ملي پروسو سره خپله دښمني ښودلې ده.»

نوموړي زیاته کړه «ټاکنې د افغانانو برحقه غوښتنه ښیي او ترسره کېدل یې د نظم د تامین لامل ګرځي.»

د ګډ حکومت مشر له دې سره، سره د سولې د روانې پروسې په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې او په خبره یې، که د سولې پروسه په سم ډول رهبري نشي ناوړه پایلې له ځانه سره درلودلای شي.

حکومت مشر داسې مهال تر سولې وړاندې په ټاکنو ټینګار کوي، چې په هیواد کې د جګړې د شدت ګراف ورځ تر بلې لوړېدونکی دی او د جګړې د ښکېلو غاړو تر څنګ ګڼ ولسي خلګ هم پکې ژوند له لاسه ورکوي.

بل لور ته طالبان ټاکنې د سولې د سبوتاژ د هڅو په توګه یادوي او په خپلو جنګیالیو یې غږ کړی، چې له هرې شونې لارې دې د ټاکنیزې پروسې د مخنیوي هڅه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کرزی او غنی دواړه د ترکی او امین یا د ترکی او کارمل یا نجیب په شان غلامان دی په دومره توپیر چه کرزی هوښیار مداری او غنی احمق او جاهل غلام دی. هغه وخت د کرزی په شان هوشیار مداری غلام ته اړه وه او اوس د غنی به شاناحمق او جاهل غلام ته اړه ده. هو څه چه اوایلو یا اواخرو کی کرزی ویل او یا اوس څه وایی او کوی او لا غنی څه په اوایلو کی ویل او یا اواخرو کی وایی یا کوی د اشغالګرو له خوا ورته دیکته کیږی. د نظم نوین جهانی امریکایان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x