افغانستان

په افغانستان کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکايي ځواکونو د قوماندې مرکز ویلي چې په افغانستان کې د امریکا دوه تنه عسکر وژل شوي دي او نور معلومات یې نه دي ورکړي.

تر اوسه د پيښې په اړه هیڅ جزئیات نه دي څرګند شوي او نه هم د عسکرو هویت په ډاګه شوی، د امریکايي ځواکونو د نوي قانون سره سم دوی به د وژل شویو عسکرو کورنیو ته تر خبر ورکولو وروسته د عسکرو هویت او د پيښې ځای اعلانوي.

د نیویارک ټایمز خبریال ویلي چې دده معلومات په ډاګه کوي چې دغه دوه عسکر په فاریاب ولایت کې وژل شوي.

https://twitter.com/MujMash/status/1164223944083345411

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx