د طالبانو او امریکا خبرې اترې؛ ارشیف

نهم پړاو که نهم کړاو؟

محمدامین بسمل

زه له هرڅه لومړی د څلورولسیزو له ټولو قربانیانو، زیانمنو، غمجنو، در په درو، ربړېدلو او خواخوږو سره یې تکرارأ خپله غمرازي شریکوم او د افغان ولس ددې اوږدې اوغم لړلې لړۍ له ټولو سیلانیانو څخه جدي هیله کوم، څو نور د خیر له غونډۍ راکښته او له هغه ذاته وېره وکړي، چې موږ ټول یې خلق کړي یو.

محمد امين بسمل

د څلوروغم لړلولسیزو بې طرفانه تشریح خویو اکاډمیک بحث غواړي، په دې لیکنه کې خویې هغه لنډ لنډ مثالونه هم نه ځایږي خوموږ کم نصیبو بیا دا ټولې ناخوالې پخپلو کوپړیو کې ځای کړې دي چې اوس موخوب ته هم نه پرېږدي.

دلته د شپې درۍ نیمې بجې کېدونکې او خوب مې الوتی دی ښه پوره ستومان هم یم خو خوب راسره مخه ښه وکړه وېل کښېنه نهم کړاو شروع کیږي یو څه پرې ولیکه.

هو!

ما د سږ کال جولای میاشتې په لمړیو کې هم پخپلو لیکنو او هم د بي بي سي رادیو له لارې د اسلامي امارت له درنو مشرانو څخه د یو لړ دلایلو له مخې هیله کړې وه؛ څو امریکائي اړخ دې ته مجبور کړي چې په مذکراتو کې ناظرین ومني.

زه نه پوهیږم چې زما دا هیله ولې تر سره نه شوه؟

په اووم پړاو کې خلیلزاد(روبای پیر)چین ته خېز وواهه؛ ته وا چین زموږ نیکه دی.

اتم پړاو ته زموږ له ټولو هیلو سره سره  بیا هم روبای پیرهند ته ور خوسی او دا یې هرچاته روښانه کړه؛ چې له مذاکراتي پروسې څخه پروژه جوړول غواړي.

وخو مو لیدل چې د لوی شیطان په دیکته هندوانو په دې حساس وخت کې د کشمیر تنورته اور واچاو.

داپه داسې حال کې چې ټول نړیوال اوپه ځانګړې توګه موږغم څپلي افغانان ددې په طمعه ووچې اتم پړاو به له خیره سره وروستی پړاو وي خوهیڅ هم ورڅخه جوړ نه شول یوازې جانبینو د لا پرمختګ ادعاوې لرلې خو مالومه نشوه چې کوم د خاورو پرمختګ پکې شوی دی؟

عام وژنې، بمورۍ او چاپې په درز روانې، د لوګرسپین ږيري او زرمت ګل ګل محصلین یې د اخترپه لمړۍ او دوهمه ورځ په وینو کې لت پت کړل.

هغه وینې لا وچې نه وې؛ چې د تورې ماڼۍ تورغلام په واده محشر ګډ کړ خو؛ دعوه یې  په امارت وکړه.

همداپرون پرون په شکردره کې د نجونوښوونځی د تورمخواستخباراتي ارمونو سوځولی خو؛ تاوانوي یې په امارت.

زماله نظره په ازبکستان کې د اسلامي امارت دسیاسي هیئت شانداره هرکلي اودرناوي د ارګ پوډریان دجنون دایرې ته ورټېل وهل ځکه اوس لارتېر ورکه ده لکه هغه په خسکو چې دوا پاشي وکړئ ځینې داخوا ځینې ها خواکاږه واږه روان وي.

غبرګ عبدالله یې پرون په توتله خوله وایي موږ داسې سوله نه منو چې د ټولو حقونه پکې خوندي نه وي.

زه پوه نه شوم منظور یې کوم حقونه دي سوله خو دهر انسان حق دی خو په سوله کې د هرچا په حقونو پوه نشوم.

کېدای شي منظور یې دا وي چې هغه دی د بهرنیو او یونس قانوني د کورنیو چارو وزیران وو او ناټوخېلو ته یې د افغانانو وینو تویولو کاغذ ور لاسلیک کړ؛ اوس په سوله کې د خپلو جنایاتو معافیت غواړي اوکه دایې مقصد دی چې دا ځل د اسلامي امارت په چوکاټ کې  ځان ته ریاست اجرایه غواړي؟

درنو لوستونکو!

زه خو نه د امارت مدافع وکیل یم او نه یې کوم ویاند خو زموږ مشترکات(دین، فرهنګ، ارزښتونه او هیوادنۍ مینه) ما دې ته اړباسي چې د خپلو دیني او ملي منافعوپه خاطر یې ځکه دفاع وکړم، چې زموږ ولسي پرګنې کټ مټ همدا موقعیت لري مانا موږ له خپل ځورېدلی ولس سره وصل یو که نه نو په دې نیمه شپه به کوم لیونی د خوب بستر ته نه ځي.

اوس راځم د پړاو او کړاو خبرې ته هغه دا چې څلوېښت کلن ناورین په یو یا دوه پړاو خبرو نه حل کیږي خو دا بیا هیڅوک نشي منلی چې له پړاونو کړاونه جوړ شي.

دا خو نه په کوم دیني کتاب کې راغلي، نه د سیاست او دپلوماسۍ اصول دا ایجابوي او نه خو ننی تنګ وخت او نړیوال نازک وضعیت.

لکه په مخکینیو لیکنو کې مې چې په ځلونو ځلونو اشاره کړې وه؛ اشغالګر وخت ګټي او وخت خامخا داسې یو چانس بیا ورته برابروي لکه هغه د یوولسم سپتمبر د دوی لخوا جوړه شوې ډرامه.

دا دی یو ځل بیا مو پخپلو سترګو ولیدل چې ګوډاګي د نړیوال ذهنیت اړولو په موخه په واده کې چاودنه په امارت ورواړوله خو په سبا یې بیا داعش مسؤلیت واخیست.

په دا درۍ څلورو ورځو کې دا څوم وار دی چې غلام غني د داعش په ځپلو چغیږي او وايي داعش له مینځه وړم.

اوس پوښتنه دا ده چې که داعش واقعأ د کابل د ګوډاګۍ ادارې دښمن وي نو له دومره قوي چاودنې څخه وروسته یې ولې د پېښې ځای ته را روان اجیر ځواکونه تار اومار نه کړل؟

ولې یې یو پنځه نفره د لارې په اوږدو کې د کمین لپاره توظیف کړي نه وو؟

د امارت چاودنې خو لمړی په داسې ولسي محفلونو کې نه وي او له چاودنو وروسته یې هر وخت جګړه ساعتونه ساعتونه دوام مومي.

د همدې دلیل له مخې وېلی شم چې تربل هرچا لمړی د کابل اداره په دې پېښه کې دخیله ده.

ولې د کابل اداره؟

هغه بېچاره ګۍ مجبوره ده د خپلو بشردښمنو امرانو اوامر ومني.

دا د اتلسو کلونو لاسته راوړڼې خو یوازې په پلیتیت او بشرکشي خلاصه کیږي نور خو یې زموږ مظلوم ولس ته کوم خاص سوغاتونه نه دي راوړي.

په دا اتلسو کلونو کې د اشغالګرو له لویو لاس ته راوړڼو څخه یوه هم دا هر ځل شرمېدلې او جعلي ټاکنې وې چې په زور زموږ په مظلوم ولس تپل کېدې خو داځل به د سولې له خبرو سره موازې د ټاکنوتوطيه د اشغالګرو له یوې بلې لاس ته راوړنې څخه وشمېرل شي.

لکه پاس چې اشاره ورته وشوه دکابل بېچاره ګوډاګۍ اداره خو دخپلې پزې پاکولو واک هم نه لري نو دا ټاکنې بیا په کوم زور کوي؟

زور ورسره هیڅ هم نشته دا پرې دیکته کیږي مانا اشغالګر په لوی لاس مذاکراتي پروسه سبوتاژوي.

که د اسلامي امارت مشرتابه له ماسره همنظره وي نو بیا ولې په دې جعلي پروسه هم وخت ضایع کوي او هم د ولس باور له مینځه وړي؟

له حالاتو او د تورې ماڼۍ له دورنګي داسې راته ښکاري چې د مذاکراتو نتایج به صفروي خو په همدې صفرصفر کې به مذاکرات اوږدېږي او په جریان کې به یې د امارت مشرتابه سخت ځاني او مالي زیانونه وویني.

که حالات په دا ډول دوام ومومي امارت به خپل پوځي اوسیاسي موقف هم له لاسه ورکړي ځکه چې زموږ ولس نور وروستۍ سلګۍ وهي او له هرپلوه ناهیلی شوی دی ځکه خو زه داسلامي امارت له مشرتابه څخه یوځل بیاهیله کوم؛ څو په نهم مذاکراتي پړاو کې په مقابل لوري ناظرین ومني او که نه نو زموږ ولس به نورهم شکمن او ناهیلی شي.

پاته دې نه وي، چې د ځان ساتنه هم فرض ده او تاسو ته یې زر تورې بلاوې ځای په ځای کړې دي.

باربار اوپه تېره لیکنه کې مې هم له تاسوڅخه هیله کړې وه چې خپل مخکښ کسان دپنجاب د تسلط له ساحې خوندي سیمو ته ورسوئ؛ هغه ده پخپله مو د کچلاخ د جومات بدبختي ولیده.

قطریان هم ستاسو دومره سکني نه دي او نه خو یې دومره په وس شته چې د لویې بلا له خولې څخه مو وژغوري نو له همدې وجې په نوروهیوادونوخاصتأ ګاونډیوهیوادونوکې هم خپل حسابي ملګري ځای په ځای کړئ څو د دښمن توطې خنثی او واڼې یې ووزي.

د ګران افغانستان د رښتینې آزادۍ په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکیمي
میلمه
حکیمي

بسمل صاحب مننه الله ج مودې له دې کړاوه بریالي رااوباسي
دټرمپ ضدونقبض څرګندونی اوهمداشان دامریکایي نظامیانو خبرې سړی حیرانوي لکه هیڅ پرمختګ هم چي نه وي شوی امریکایان اوس هم په دې فکرکې دي چي طالبان به په فشار له خپلې داعییې منصرف کړي کله دانتخا باتوخبره کوي اوکله داستخباراتي حضور خوموږ په اسلامي امارت ډاډه یوچي ان شاء الله یوانچ به خ
هم له خپلې تګلارې شاتګ ونکړي موږ داولس له منځه دااطمنان ورکولای شو چي که خبره یوازې دجګړې پاتې شوه هم اولس به موترڅنګ ولاړوي

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

بسمل صاحب، سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! ستاسی لیکنی خو تل ښی او دکاڼی کرښه وی، ومی لوستله ښو ټکو ته دی ګوته نیولی او دغه عنوان یی ډیر جالب دی چه نهم پړاو که نهم کړاوو؟ په هر صورت، زه هم ستاسی د ناظرینو شتون تاییدوم چه له یوی خوا پړ او ووړ په ګوته او څوک رشتونی او څوک بهانی او پلمی جوړوی. مګر ګود شیطان او یا ستا خبره لوی شیطان خلیلزادد او د طالبانو ترمنځ له اوله په دی تفاهم او توافق شوی چه له قطریانو غیره دریم ګړی به د دوی په مجالسو… نور لوستل »

ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

نوروهیوادونوخاصتأ ګاونډیوهیوادونوکې هم خپل حسابي ملګري ځای په ځای کړئ څو الخ۔۔۔
ستا د خبره اوس عملی شوی ده زه چی سومره خبر یم

مختار
میلمه
مختار

السلام علیکم،
بسمل صاحب، زه ستاسو ډیري لیکنې لولم، له صدق، خلوص او همدردۍ ډکې دي. الله تعالی دې تاسو ته اجر درکړي. د امارت له مشرانو نه مو هیله داده چې ستاسو غوندې د هوښیارانو مسلمانو شخصیتونو مشورو ته غوږ ونیسي او د امکان تر بریده یې عملي کړي، خو مونږ پر مشرانو هم باور لرو چې هغه څه به ونکړي چې د شریعت خلاف او د مسلمان ملت په تاوان وي، ان شاء الله. تاسو خپلې لیکنې جاري وساتئ تر څو مو مسلمانان له معلوماتو او مشورو برخمن شي. مننه

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

محترم ورور بسمل صاحب السلام عليکم! ښکلي او ډېري د پام وړ څرګندوني مو کړي دي، زه خو يې سل په سل کي تاييدوم او د نن ټکي آسيا له درنو لوستونکو څخه هيله کوم چي دا هم ولولي: دا امريکايان يو عجيب بې حيا، بې سترګو او بې شخصيته خلک دي. په نړۍ کي د ترور، رامنځ ته کوونکي، دودوونکي، استاذان او له يوه ملکه بل ته لېږدوونکي دوی دی، خو اوس د دوی مشر طاغي ټرمپ دغه پړه پر موږ اچوي؟! اصلي خبره داده چي امريکايي سراښان اوس په افغانستان کي نه جنګ کولای سي، نه مصرف او… نور لوستل »

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

محترم بسمل صاحب اسلام علیکم زه هم پدی فکریم چه په شلوپړاوو روغه جوړه نسی راتلای اسلام اوکمونزم څنګه جوړیدای سی پسله دونی خونریزۍ اودکفاروتمع دافغانستان له معدنونه خیژی کنه کپیټالزم اوکمونزم هم یودبل سخت دښمنان دی خونن کپیټالزم غالب دی دافغانستاله بیننګوخودپرستوکمونسټانوڅخه دخپل مرام دسرته رسولواستفاده کوی لاکن دطالبانوموقپ ددوحی له دفتره زه پدی تائیدوم چه له دنیاسره په تماس کیدی تردوحی یی لازه داستامبول طرفداره یم ولی چه طیت اردوان یوغیرتمند اوباقدرته مسلمان دۍ اودامریکادسیسی له کودتادالله په کومک ثابت خلاص سواوهغه کودتاچیایی چه دامریکاپه اشارودمخه اسلامی حکومتوته سوی وی ټول یی په دایمی قیدومحکوم کړل دادامریکادپاره یولوی… نور لوستل »

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

د طالبانو مشران او نن ټکی آسیا خبری سایت ولی د ملاهیبت الله د ورور چی پاکستان پوځ او استخباراتو په وسیله دا کار وشو پټه خوله دی څه فکر کوی چی ولس ته سوال نه پیدا کیږی او د دوی په خپلواکی باندی تاثیر کوی او کنه، دا چی دوی وایی چی موږ د پاکستان استخباراتو تر تاثیر لاندی نیو ولی پټه خوله دی، ځکه انسان ته یو ځلی خدای مرګ راولی د هر ورځی له مرګ څخه په یوه ورځ وژل کیدل بهتر دی؟ نو دوی ولی دومره حقارت زندګی د پاکستان تر تاثیر لاندی تیروی؟ ولی د… نور لوستل »