شعـــــرونه

غزل؛ حنيف حيران

حنيف حيران

چې دې له زړه نه غورځېدلی یمه
لکه له غره نه غورځېدلی یمه

اوس مې هغه د ځوانۍ شرنګ نشته دی
اوس له هر څه نه غورځېدلی یمه

پښتونه! وامې خله قلم یمه زه
ستا له نیکه نه غورځېدلی یمه

ته اوس هم هغه شانې (ته) پاتې یې
زه اوس له (زه) نه غورځېدلی یمه

زړه دې یم پورته مې کړه وه حېرانه!!
لار کې له غله نه غورځېدلی یمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x