ستانکزی: امریکا بايد پر افغانستان له بريد مخکې د بېرته وتلو لاره هم کتلې وای

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سياسی دفتر مرستيال او له امریکا سره د مذاکراتو لپاره مشر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي ويلي، امریکا بايد پر افغانستان د يرغل پر مهال د بېرته وتلو لاره کتلی وای.

ښاغلي ستانکزي د برتانيې له سنډې ټايمز مجلې سره په مرکه کې ويلي، دوی د ټولو بهرنيو عسکرو وتل او روانې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د طالبانو سرمرکچي وايي، افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې په جګړو کې ښکېل دی، ميليونونه افغانان په کې وژل شوي، ښځې يې کونډې او بچي يې يتيمان شوي او نور بايد دغه جګړه پای ته ورسيږي.

د سنډې ټايمز خبريالې کرسټينا لامب د ښاغلي ستانکزي له قوله ليکلي، چې دوی پر خپله ژمنه ولاړ دي او د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته به په افغانستان کې هېڅ ډول جګړه نه وي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يوولسمې خونړۍ پېښې په اړه شېر عباس ستانکزي وایي، امریکا تر اوسه دوی ته هېڅ قانع کوونکی دلیل نه دی وړاندې کړی، چې دغه پېښه اسامه بن لادن له افغانستانه پلان کړې وه.

ستانکزي زياته کړې، چې افغانانو په يوه پېړۍ کې درې امپراتوريو ته ماتې ورکړې، چې لومړی يې د انګرايزانو امپراتوري وه، دوهمه يې د روسانو او اوس امریکا ده.

نوموړی وايي، نړۍ بايد د افغانستان له تاريخه عبرت واخلي، د انګريز، شوروي اتحاد او امریکا يرغل مطالعه کړي.

ښاغلي ستانکزي له سنډې ټايمز سره دا مرکه په داسې مهال کړې، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو د پيلولو په موخه قطر ته رسېدلی دی.

د طالبانو او امریکا سربېره ګډ حکومت هم د نهم پړاو خبرو ته خوشبينه دی او وايي، د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته به بین الافغاني خبرو او اوربند ته لاره اواره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ملا جانان
میلمه
ملا جانان

د طالبانو سرمرچکي وايي: د نن ټکي اسیا محترمو ایډمینانو ته سلام ډالۍ کوم. دوا مو سه د مور شیدې موسه عجبه مناسب موقف مود ستانکزي لپاره انتخاب کړی دی. سرمرجکي. رښتیا هم د طالبانو اکثره رهبران د ډیر متین او باحوصله شخصیاتو خاوندان دي. یو څو مرچکیان پکښي سته چي عباس یې سر مرچکي دی. ګرده عمر یې مرچک وراچولي وي. هغه د مسکو په سفر کي یې فوزیه کوفي ته لاس هم وراچولئ وو. پرواه نلري. دی دې بیا د طالبانو د رهبري نظر مات…..

محمد
میلمه
محمد

جانان صاحب اهانت دمسلمان ستره کبیره ګناه ده

پتنګ
میلمه
پتنګ

د امي بلا دې په تا وګرزي درواغ وېیل د مسلمان کار نوي تنها د منافقینو کار دی ! فوزیه کوفي د لکه چې خوښیږي خو هغه ولاکه ستا سره په یوه لار هم لاړه شي ! لاس ورکول کومه ګناه نده يواځې په یوو وحشي او وروسته پاتې کلتور کې به رواج نوي ! اوس هغه وخت راغلی چې واقعي اسلام عملي شي او نه د هر کړنګن ملا فتواوي !!