ټرمپ: افغانستان او ګانډیان یې دې د داعش په وړاندې مبارزه وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، نور هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان او له دې هیواد نه را چاپیر ګاونډیان په افغانستان کې د داعش د تهدیداتو د مخنیوي په موخه مبارزه وکړي.

رويټرز خبري اژانس د «ټرمپ» له قوله لیکي، چې د امریکا متحده ایالاتو د داعش له لوري اعلان شوی خلافت سل سلنه له منځه وړی نو اوس هغه وخت رارسېدلی، چې د ترکیې، هنداو پاکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډي هیوادونه د داعش په وړاندې په جدي مبارزه لاس پورې کړي.

د ټرمپ له قوله، هند په افغانستان کې داعش ته لنډ واقع دی، خو ددې ډلې په وړاندې جګړه نه کوي، پاکستان هم ورته نږدې دی خو د داعش ضد مبارزه کې کمه برخه اخلي او ددې هیوادونو دا کار عادلانه نه دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر داسې مهال د افغانستان ګاونډي هیوادونه د داعش په وړاندې مبارزې ته هڅوي، چې ډيپلوماتان یې له طالبانو سره په خبرو کې وروستیو نقاطو ته رارسېدلي ښکاري او تمه ده د دواړه لورو تر منځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه لاسلیک شي.

د شنونکو په باور، په افغانستان کې داعش د امریکا او ګډ حکومت له لوري پړسول کېږي، تر څو له یوې خوا په مذاکراتې مېز کې په طالبانو باندې فشار راوړي او له بل لوري د امریکا ګټو ته خطر د افغانستان ګاونډیان ورباندې ووېروي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکیمي
میلمه
حکیمي

ټرمپه داعش موږ په یوه اونۍ کې نابودکولای شو خو تاسو یې له نظامي ملاتړنه لاس واخلۍ