افغانستان

په کونړ د پاکستان له لوري سلګونه توغندي راتوغول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ختيځ ولايت کونړ چارواکي وايي چې په تيرو څو ورځو کې د پاکستان له لوري په دې ولايت څه باندې اووه سوه توغندي راتوغول شوي دي.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وايي چې د پاکستان له لوري د کونړ په شلتن ولسوالۍ توغول شويو توغنديو له امله ګڼ شمير خلکو ته مالي او ځاني زيان اوښتی دی.

هغه وايي چې په کونړ ولایت د پاکستان له لوري تازه توغول شويو توغنديو په اړه يې کابل ته خبر ورکړی دی خو په وينا يې چې له کابل نه ورته تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د يادونې وړه ده چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د کونړ او ننګرهار په بيلابيلو سيمو توغنديز بريدونه کوي مګر تر دې وړاندې هم څو ځلې په يادو سرحدي سيمو توغنديز بريدونه شوي دي خو د کابل حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

ددې سربيره د ګډ حکومت له پيله پاکستان په ډيورنډ کرښه اغزن تار غځولی دی چې کار يې په بشپړېدو دی خو تراوسه يې په دې اړه ګډ حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی.

بايد وويل شي چې يواځې کونړ نه دی چې د پاکستان له لوري پرې توغنديز بريدونه کيږي مګر له پاکستان سره په پوله پراته نور ولايتونه هم ددغه هيواد له توغنديز بريدونو خوندي نه دي.

بل لور ته د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې پاکستان لسګونه کيلو متره د ننګرهار خاورې ته راداخل شوی دی خو حکومت يې په وړاندې هيڅ اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x