افغانستان

کرزی: د کشمير مسئله له افغان سولې سره تړل د پاکستان تېروتنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، د پاکستان له لوري د کشمير مسئله له افغان سولې سره تړل تېروتنه ده او پاکستان بايد داسې کار ونه کړي، چې هېڅ لوري ته يې ګټه نه وي.

حامد کرزي د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال له هند او پاکستانه غوښتي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ راتلونکې ممکنه هوکړې په اړه له احتیاطه کار واخلي او په وينا يې د افغانستان سولې روانه پروسه ډېره حساسه ده.

پخواني ولسمشر زياته کړې، پاکستان هڅه کوي، په افغان سوله کې خپل رول فعال وښيي، همدارنګه د کشمير مسئله له افغان سولې سره وتړي، په داسې حال کې، چې دواړه قضيې جلا جلا دې او له يوه بل سره اړيکې نه لري.

کرزي له هند او پاکستانه غوښتي، چې د افغانستان سولې په اړه همکاري وکړي او د دې سولې له لارې د افغانستان په شمول ټولې سيمې ته تلپاتې ثبات او کراري راشي.

کرزي دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د پاکستان يو شمېر سياستوالو او اپوزیسيون ګوندونو له حکومت څخه غوښتي وو، چې تر څو د کشمير مسئله نه وي حل شوي، پاکستان بايد د افغانستان سولې کې له امریکا سره مرسته ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

امریکا هم کوښښ کوی چی پاکستان د هند په جنګ کی مصروف کړی او پاکستان به هغه افغانی ډلي او ټپلي چی د افغان دولت په ضد ترینه استفاده کوله، مخ به یی د هند په طرف واړوی زما په نظر کچیری جنګ ونښلی یو خو به پاکستان اقتصاد کمزوری شی، بل به د افغان ځوریدلی ولس (یتيم، کوڼدی، بوری) او پاکستان ضد سیاسیونو زړه یخ شی او بل به پاکستان ولس پوه شی چی بل ملک په توپونو او انتحاری باندی وژل څومره درد لری چی افغان همدا اوس یعنی پدی تیره هفته کی چی کابل په یوه هوټل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x