افغانستان کې د پلاستیک پر استعمال بندیز لګول کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د مرکزي ولایت کابل د چاپیریال ساتنې اداره غواړي چې د یوه پنځه کلن پلان له مخې د هغو پلاستیکو کارول له منځه یوسي کوم چې لومړی استعمال شي او بیا هم ترې ګټه پورته کیږي.

د کابل د چاپیریال ساتنې ادارې مشر کاظم همایون رسنیو ته ویلي چې لومړی غواړي عامو خلکو ته د پلاستیک کارولو په اړه پوهاوی ورکړي، له هغه وروسته په خبازیو او دوکانونو کې د یوه وار استفادې پلاستیک منع کړي، همدا ډول به د پلاستیک په واردولو مالیه لوړه او ددې عنصر د نه کارولو لپاره تشویقي برنامې عملي کړي.

نوموړی زیاتوي چې دوی پر دغه پلان له پنځه میاشتو راهیسې کار پېل کړی چې په تدریجي ډول به یې په راتلونکو پنځه کالونو کې پلي کړي، دغه پلان اوسمهال په پنځه لویو ښارونو کې پېل شوی او له دوه کالو وروسته به په ټولو ښارونو کې پلي شي.

پلاستیک یو له هغو عنصرو څخه دی چې د خاورو باکتریا نشي کولای دغه عنصر په لږ وخت کې تجزیه کړي، پوهان وایي چې پلاستیک د چاپیریال یا هوا په ککړتیا او د سرطان د پراخوالي ستر لامل دی، سربېره پر دې پلاستیک د انسان، ژوو او نباتاتو ژوند ته هم ګواښ موندلی شي.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د پلاستیک پر استعمال بندیز لګول کیږي، نړیوال په دې اند دي چې پلاستیک د چاپیریال په ککړتیا کې مهم رول لري، د پاکستان هېواد هم له تېرې اوږدې مودې راهیسې په سترو ښارونو کې د عام پلاستیک پر کارولو بندیز لګولی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی و چې هر هغه څیز چې له پلاستیکي عنصر څخه جوړ شوی وي پر روغتیا او چاپیریال ژور اغیز لري، دوی وایي چې په دې یو ډول کیمیاوي مواد استعمالیږي کوم چې د سرطان لامل کېدلای شي.

د پلاستیک استعمال په لومړي وار په ۱۹۰۷م کال کې وشو چې اوسمهال په ښاري ژوند کې انسانان تر ۷۰سلنه پورې د دغه څیز سره سر او کار لري، په ۲۰۱۵م کال کې ۳۸۱ میلیونه ټنه پلاستیک استعمال شوی دی چې پر روان ژوند یې ژور اغیز کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د