فارياب: طالبانو څلور امريکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې څلور تنه امريکايي عسکر وژلي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي چې د فارياب ولايت المار ولسوالۍ په قره غويلي سيمه کې له ګډو ځواکونو سره جګړه کړې ده چې د دوو  روزل شويو سپيانو سره يې څلور امريکايي او شپږ تنه کمانډو عسکر هم وژلي دي.

احمدي وايي چې ګډ ځواکونه يې له سيمې څخه تيښتې ته اړ کړي دي خو په سيمه کې يې څلور کورونه بمبار کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ په کابل کې د امریکايي ځواکونو د قوماندې مرکز ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا دوه تنه عسکر وژل شوي دي خو د پيښې ځای نه يې نه دی په ډاګه کړی.

بل لور ته د نیویارک ټایمز خبریال ویلي چې دده معلومات په ډاګه کوي چې دغه دوه عسکر په فاریاب ولایت کې وژل شوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د