برسلونا او پاریس لوبډلې د نیمار په اړه پریکړې ته نږدې شوي – راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د فوټبال کلبۍ سیالۍ چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پېل شوي او یا په راتلونکې نږدې کې پېلیږي دغه ډول د لوبغاړو د پېر او پلور کړکۍ هم د بندېدو په حالت کې ده.

د ۲۰۱۹م کال په فوټبال کې د لوبغاړو د انتقالیدو له لړۍ څخه یې یو برازیلي مشهور لوبغاړی «نیمار» دی چې د لوبو خبرونو د سر ټکی ګرځېدلی دی.

نیمار چې دوه کاله وړاندې د برسلونا لوبډلې سره یوځای و په حیرانونکي ډول د پاریس سان جرمان لوبډلې په ستر ریکارډي نرخ چې «۲۲۲» ملیونه یورو کېدې واخیست، خو له دوه کاله لوبېدو وروسته اوس نیمار غواړي دغه لوبډله پریږدي او بېرته برسلونا ته ستون شي.

لکه څرنګه چې د لوبغاړي په غوښتنه لوبډله نشي کولای نوموړی له ځان سره ایسار کړي نو پاریس لوبډلې هم له مجبوریته پر نیمار دومره ستر نرخ لګولی چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې د یو شمېر لوبډلې سره په نرخ کې جوړ نه راځي.

برسلونا چې د نړۍ یو له غوره لوبډلو څخه ده هم غواړي نیمار بېرته خپلې لوبډلې ته راستون کړي، ددې لپاره یې پاریس لوبډلې ته بېلا بېلې غوښتنې وړاندې کړې خو د هغوی لخوا رد کړل شوي دي.

برسلونا لوبډلې پاریس ته په لومړي وار د یو لوبغاړي ترڅنګ د پيسو وړاندیز وکړ چې په سختۍ سره د پاریس لخوا رد کړل شو، په دویم وړاندیز کې برسلونا د فیلیپ کواټینو او ایوان راکیټیچ ترڅنګ د ۹۰ ملیونه یورو وړاندیز وکړ، که څه هم د پاریس لپاره دغه وړاندیز غوره و خو هغوی یا د (عثمان ډیمبیلی جمع سمیډو) او جمع پيسو او یا بشپړ پیسو وړاندیز وکړ چې برسلونا نه غوښتل دفاعي لوبغاړی سمیډو له لاسه ورکړي او د له اقتصادي اړخه برسلونا لوبډله کمزورې شوې ده.

لکه څرنګه چې تېره اوونۍ برسلونا لوبډلې فیلیپ کواټینو جرمنۍ لوبډلې بایرن میونیخ ته – د یوه کال لپاره په قرض ورکړ چې له هغه وروسته به بیا دایمي تړون ترسره کوي – نو د برسلونا لوبډلې سره د نیمار لپاره د لوبغاړو وړاندیز هم ختم شو. راپورونه وایي چې د کواټینو په انتقال کې د میسي لاس و، نوموړي غوښتل چې له کواټینو لاس پریمنځي او نیمار ته لار پرانیستل شي.

اوسمهال برسلونا لوبډله پلان لري چې نیمار له پاریس لوبډلې څخه د پيسو په نه شتون کې د یوه پړاو لپاره په قرض راونیسي او په ۲۰۲۰م کال کې یې به دایمي تړون ترسره کړي، په دې اړه د برسلونا لومړی وړاندیز چې ۴۰ ملیونه یورو د یوه پړاو لپاره نغدي او ۱۵۰ ملیونه یورو په قرض چې راتلونکی کال به یې ورکوي هم شوی دی.

د پاریس لخوا دغه وړاندیز رد شوی، دوی له برسلونا څخه لږ تر لږه د ۲۰۰ ملیونه یورو غوښتنه کوي، خو ددې په اړه د برسلونا لوبډلې مشر چارواکي ناسته لري، چې تمه کیږي په راتلونکې نږدې کې به پریکړه وشي.

که څه هم د برسلونا لخوا د نیمار په اړه هر وړاندیز بېرته ګرځول شوی خو وروستي راپورونه وایي چې برسلونا لوبډله به پاریس لوبډلې ته د نیمار رانیولو لپاره ۵۰ ملیونه یورو نغدي او ۱۵۰ ملیونه یورو قرض د ۲۰۲۰م کال پړاو د دایمي تړون په پېل کې ورکړي، راپورونه زیاتوي چې دغه وړاندیز به د پاریس لوبډلې لپاره هم د منلو وړ وي.

دا ځکه چې د سپتمبر دویمه به د لوبغاړو د انتقال وروستۍ نېټه وي، پاریس د نیمار بدیل ګوري، نیمار پاریس کې نه لوبیږي او غواړي برسلونا ته ولاړ شي، دا هغه څه دي چې د انتقال کړکۍ له بندیدو وړاندې به هرو مرو ترسره کیږي.

د نیمار په اړه یو شمېر نورو لوبډلو (مانچسټر یونیټډ، مانچسټر سیټي، یوونتوس او ریال مدرید) هم وړاندیزونه کړي دي چې د پاریس لوبډلې لخوا ګرځول شوي، په دې اړه د ریال مدرید وړاندیز د پاریس لوبډلې لپاره جلبونکی و خو نیمار نه غواړي له برسلونا پرته بلې لوبډلې ته انتقال شي.

ځینې رسنۍ راپور ورکوي چې نیمار په شخصي ډول پاریس لوبډلې ته ویلي چې نوموړی غواړي یوازې برسلونا ته انتقال شي، نیمار له پېله په زغرده ویلي وو چې د پاریس لپاره نور نه لوبیږي او غواړي خپل پخواني ځای «برسلونا» ته انتقال شي، نوموړی خپل غوره کیریر په برسلونا کې ګوري.

د برسلونا لوبډلې مشهور ستوری لیونل میسي هم غواړي خپل پخوانی ملګری نیمار له ځان سره یوځای کړي، دوه اوونۍ وړاندې ځینو اسپانوي رسنیو راپور ورکړی و چې میسي خپلې لوبډلې ته د خپل تړون اوږدولو لپاره د نیمار راتګ شرط ایښی و.

د یادونې ده چې نیمار برازیلی ۲۷ کلن لوبغاړی دی چې دوه کاله په کلبي سیالیو کې د برسلونا لوبډلې سره ولوبېد، له هغه وروسته دوه کاله د پاریس لوبډلې سره او اوس غواړي د خپل کیریر پای یو وار بیا د برسلونا لوبډلې سره وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د