پاکستان کې د (5G) انترنیت کامیابه تجربه ترسره شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د مخابراتو اداره ادعا کوي چې په دغه هېواد کې یې په لومړي وار د فایو جي «5G» انترنیت شبکې کامیابه تجربه کړې ده.

د پاکستاني رسنیو د بېلا بېلو راپورونو سره سم دوی په دغه هېواد کې په لومړي وار د فایو جي خدمتونو لومړۍ کامیابه تجربه وکړه، دغه تجربه د یوه شخصي چینایي شرکت په مرسته شوې ده، راپور زیاتوي چې ډير ژر به پاکستان کې دغه خدمتونه کار پېل کړي.

پاکستان په سویلي اسیایي هېوادونو کې لومړی هېواد شو چې د فایو جي انترنیت کامیابه تجربه یې ترسره کړه، فایو جي انترنیت به له اوسني موجود انترنیت څخه ۱۰۰ چنده چټک وي.

د روان کال په مۍ میاشت کې د پاکستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر فواد چودري د فایو جي انترنیت اعلان کړی و چې ډير ژر به په دغه هېواد کې شتون ولري، همدا راز د جولایي په میاشت کې پاکستان د فایو جي انترنیت د جواز صادرولو غوښتنه وکړه چې ومنل شوه او اوس یې په لومړي وار ددغې شبکې کامیابه تجربه وکړه.

د فواد چودري د ادعا سره سم که یو فلم په ۴۰ دقیقو کې ښکته/ډاونلوډ کیږي د 5G ټکنالوژۍ په واسطه به ۳.۵ ثانیو کې ښکته شي، خو دا طیف یا «spectrum» پورې اړه لري چې څومره د چلوونکي سیستم یا مشین ته ورکول کیږي.

په پاکستان هېواد کې که څه هم د 4G انترنیت شتون لري خو سرعت یې د طیف له کبله چې د چلوونکي سیستم ته کم ورکړل شوی کمزوری دی.

د یادونې ده چې په عمومي ډول د 5G کورني روټر سرعت په هره ثانیه کې ۴ جي بي ثبت شوی دی، معنا دا چې د ۵۰ جي بي فایل به په ۲ دقیقو کې ښکته کولای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د