کونړ کې ۱۳ داعشيان حکومت ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): کونړ کې د داعش جګړه مارانو ۱۳ کسيزه حکومت ته تسليم شوې ده.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال نن د دغه ولايت په مرکز اسعداباد کې د تسليم شوو داعشيانو سره يو ځای رسنيو ته وويل، چې دغې ډلې په نور ګل، شيګل او غازي اباد ولسواليو کې وسله‌ وال فعاليتونه کول.

د تسليم شوو داعشيانو له ډلې د مومن په نوم يوه تن رسنيو ته وويل، له تېرو درې کلونو راهيسې سيمه کې وسله وال فعاليتونه کول.

د داعش دا جګړه ماران په داسې حال کې حکومت ته تسليم شوي، چې يو خوا له تېرو څو مياشتو راهيسې په کونړ کې د طالبانو له لوري د داعش ضد عمليات روان دي او بل لور ته په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ نهم پړاو مذاکرات پيليدونکي دي.

له تېرو څو کلونو راهيسې، د هېواد په ګڼو برخو کې، چې د جګړو پر مهال د طالبانو له لوري د داعش پر ضد کړۍ راتنګه شي، دغه ډله حکومت ته تسليميږي او يا هم حکومتي عسکر د مرستې لپاره ورځي.

پخواني ولسمشر کرزي، د ملي شورا يو شمېر اوسنيو او پخوانيو او همدارنګه طالبانو هم ويلي امریکايي عسکر او ګډ حکومت د داعش ملاتړ کوي او د طالبانو پر ضد يې د خپلو موخو لپاره کاروي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د حیرانتیا وړ !!! د شوروا وکسلان ( ظاهر قدری ) د اسنادو او شواهدو سره چیغی وهی چه داعشیان د کابل د غلامانو او بادارانو پروژه ده د غلامی اداری په واسطه له امریکا تمویل او تجهیزیږی . د دی ډلی مشری د ګلبدین په لاس کی شوه ، کله چه ګلبدین د طالبانو په مقابل کی خپل ټول رشتونی حزبی قوماندانان له لاسه ورکړل ، له تور لست یی سپین لست ته رانقل لکه دا اربکی حزبیانو په شان داځل یی ورته داعشی حزبیان په واک او قومانده کی ورکړی په دارلامان کی تمرکز لری جهادی شعارونه ورباندی… نور لوستل »