ترکيه کې ۷۲ تنه افغان کډوال نيول شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د ترکيې په چناق کلا ولايت کې د ترکيې امنيتي ځواکونو ۷۲ تنه ناقانونه افغان کډوال نيولي دي.

د چناق کلا ولايت امنيتي مسؤلينو ويلي دي چې ايواجيک ولسوالۍ کې يې هغه ۷۲ تنه افغان کډوال نيولي دي چې هڅه يې کوله له دې لارې په قاچاقي توګه يونان ته واوړي.

سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي چې په نيول شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د دوی په نيولو سره يې د يوې احتمالي فاجعې مخنيوی کړی دی، ځکه چې ياد کډوال د سمندر له لارې د کښتيو په واسطه اروپا ته اوښتل.

چارواکو ويلي دي چې نیول شوي کسان يې د ايواجيک ولسوالۍ د کډوالو چارو رياست ته سپارلي دي خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې ياد کسان به افغانستان ته راواستوی او که هملته به يې په زندانونو کې وساتي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د نا امنۍ او بې کارۍ له امله اروپا ته د افغانانو تګ زيات شوی دی چې وخت ناوخته يې اوبه ډوبوي او يا هم په ترکيه او يونان کې نيول کيږي او بيرته هیواد ته را استول کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د