افغانستان

طالبانو بدخشان ولايت کې د لاجوردو لوی کان نيولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې طالبانو په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو يو لوی کان نيولی دی.

د بدخشان د ولایتي شورا مشر بشير صميم رسنیو ته ويلي دي چې طالبانو په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو يو لوی او څو واړه کانونه نيولي دي او په خپله ولکه کې يې اخیستي دي.

هغه ويلي دي چې له دې سر بيره يې د شاه سليم بندر او نورستان ولايت ته تللې لار يې هم په خپله ولکه کې اخيستې دي.

بل لور ته د افغانستان د معادنو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفي هم تائيد کړې ده چې په کران او منجان کې کانونه د طالبانو لاس ته لويدلي دي او ويلي يې دي چې دوی په دې اړه په دغه سيمه کې جدي ستونزو سره مخ دی.

هغه ويلي دي چې اوسمهال چې له دې کانونو څخه څومره استخراج کيږي دولت په کې هيڅ حصه نه لري.

د بدخشان ولايتي چارواکي هم وایي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې زيات کانونه د هغوی په کنټرول کې دي چې همدا يې د پياوړتيا او اقتصادي ودې سبب کيږي.

بشير صميم وايي چې طالبانو لا له وړاندې د راغستان او کوهستان ولسواليو اويا سلنه خاوره په خپل کنټرول کې اخيستې ده چې ددې دواړو ولسواليو په منځ کې د «بيکادور» په نامه د سرو زرو لوی کان پروت دی چې له تېرو دريو کالونو راهيسې د حکومت له کنټروله وتلی دی.

بل لور ته د بدخشان مدني فعالانو ويلي دي چې په بدخشان ولايت کې نه يواځې دا چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې کانونه له طالبانو سره دي مګر په ځينو نورو سيمو کې هم زورواکان په ناقانونه توګه کيندنې کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

طالبان به پدی کان څه وکړی؟ آیا ډبری به یی چترال پاکستان ته انتقال کړی چی پیسی پری وګټی، په کومه لار او یا به غواړی چی د قاچاقبرو له منګلو یی خوندی وساتی؟ زه خو هیڅ نه پوهیږم.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x