نړیوال بانک افغانستان کې د سولې تر راتګ  وروسته مرستو باندې مشورې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالب او امریکايي لوري تر منځ مذکرات وروستيو ټکو ته رسېدلي ښکاري او تمه ده په نږدې راتلونکې کې دواړه لوري د سولې وروستۍ توافقنامه لاسلیک کړي؛ نړیوال بانک وایي، له خپلو مامورینو سره یې په افغانستان کې د سولې تر راتګ وروسته کېدونکو مرستو باندې مشورې پیل کړې.

د نړیوال بانک له لوري نن ورځ «پنجشنبه» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده اداره له خپلو نړیوالو او افغان مامورینو سره په ګډ ه د سولې تر احتمالي هوکړې وروسته له افغانستان سره کېدونکې اقتصادي او مالي مرستې ارزوي.

د نړیوال بانک رییس «هینري کرالي» وايي، دوی هڅه کوي داسې لومړيتوبونه ومومي چې له مخې یې د یو ګټور تصمیم ونیول شي، د کرالي په خبره، له سلا مشورو څخه  هدف دادی، څو په یوه داسې پلان کار وکړای شي چې وکولای شي د سولې تر احتمالي توافقنامې وروسته افغانستان له اقتصادي ثبات برخمن کړي»

کرالي له دې سره، سره ټینګار وکړ، چې تر سولې وروسته یې خلګو ته د کارونو زمینه برابرول او له فقر څخه د هغوی ژغورل په لومړیتوبونو کې راځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

کور یی آباد د نړیوال بانګ. افغانستان خراب خراب دی بهرنیو مرستو ته ډیر ضرورت لری. افغانان د پس له سولی باید ښه د امن زمینه کمک کونکو ته آماده کړی. قوی او غښتلی حکومت هیڅکله د بهرنیانو څخه ویره نلری په سیاست سره د هغوی مرستی تر لاسه کوی پدی شرط چی د کار وړ او با تجربه اشخاصو ته داسی کارونه وسپارل شی.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

اجمل ورور سلام، افغانان او په سر کی یی افغان دولت چی هر څوک وی باید د ټولو مرسته کوونکو هیوادونو کړی کومکونه د یوی ارزیابی او فلتر نه تیری کړی چی د دوی زیاتره مرستی په کومو برخو کی کیدی او موثریت یی څومره وو باید نړیوال بانک، آسیایی انکشافی بانک او اسلامی انکشافی بانک او نوری انکشافی مرستی چی د هند په شمول ټول نړیوالو پدی ۱۹ کلنه دوره کی کړی باید ارزیابی شی ځکه تر اوسه خو دی مرستو بیچاره ولس او د بیکاری او فقر له مینځه وړلو په اړه مثبته نتیجه نده ورکړی موږ سره… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغانان تر هرڅه دمخه خپلواکی ته اړه لری، د کفارو مرستی الوده شوی مرستی دی مونږ تنبلان او مادی رقابت په واسطه ماده پرست جوړوی زمونږ ځینی به لکه دنشه توکو روږد شوو به شان لکه د کرزی او غنی د ټیمونو په شان د بیلونر او میلونر کیدلو د پاره د خلکو، خاوری او خپواکی سودا له کفارو سره کوی او په دی واسطه سیاسی قدرت هم تر لاسه کوی . نړیوال بانک د نظم نوین جهانی امریکایی او اروبایی یهودانو له خوا د مظلوم بشریت او اسلامی نړی د مسلمانانو د غلامولو د پاره جوړ شوی په راتلونکی… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه ،
استاد بیانزی ته،
هره میاشت سوسیال د لندن شاروالی څخه تر لاسه کوی،هغه مردار ،ګنده نه دی؟افغانانو ته نړیوال بانک مرسته مرداره ده؟ او تا ته برتش انکم تاکس سوسیال زم زم په اوبو صفا میځل شوی حلال دی؟

اجمل
میلمه
اجمل

بیانزی ته: ته خو په والله خوسی بوس یی. زه خو ملا یا علم نه یم. خو ته ځان په ملایانو کی هم شمیری. راځه چی د قرآنی له لاری نه یی وسپیړو. قوله تعالى : هو الذي خلق لكم ما في الأرض جميعا… ۲۹ بقره: الله هغه ذات دی چی مونږه ته یی هر څه په ځمکه کی خلق کړی. نوره به یی نه اوږده وو. یو ورکوټکی مثال یی: په ځمکه کی تیل دی، په ځمکه کی طلا ده، یورانیم دی …. ته مولوی صیب چی د انجنییرانو مرګ مباح ګڼی، معلمان وژنی، مکتبونه سوځوې آیا دا د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

بیانزیه: د چا په وسلی جهاد کوی، د چا په پیسو اکمالات کوی هغه یی منی او دایی نه منی. ا########

اجمل
میلمه
اجمل

آیا د کفارو، یهودو مرسته پداسی وخت کی چی ډیری خلګ مو په نس ماړه ندی جایز ده نچی تر لاسه شی؟ پدی کی کوم شرعی ممانعت وجود لری؟ زه خو مایم نه.مرسته ته یی باید ترلاسه شی او کور ودانی هم ورته وویل شی. خو بیانزی حاجی فتوای ورکوی چی د یهود مرستی مو پکار ندی. ناخبره لدی چی د چا په وسلی جهاد کوی هغه یی منی او دایی نه منی.