ټاکنې: محقق د اتمر ټیم پرېښود او له عبدالله سره يوځای شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق د حنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او اعتدال» ټیم پرېښې او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همګرايۍ» انتخاباتي ټیم سره یوځای شو.

د اجراییه ریاست ویاند امید میثم د «ثبات او همګرايۍ» ټیم سره د محمدمحقق یوځای کیدل په رسمي ډول تایید کړي دي.

د حزب وحدت ګوند او د عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همګرايۍ» ټیم څو ورځې وړاندې یو هوکړه لیک تیار کړی و چې نن پنجشنبه پرې موافقه وشوه.

محمد محقق تر دې وړاندې په ولسمشریزو ټاکنو کې د حنیف اتمر دوهم مرستیال و.

د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټیم د لوړو پوړو غړو تر منځ له څه مودې راهیسې د لومړي وزیر د څوکۍ په ایجاد اختلافات دي.

ویل کیږي چې عطامحمد نور او محمدیونس قانوني د حنیف اتمر د بریالیتوب په صورت کې د لومړي وزیر د څوکۍ د ایجادولو غوښتنه کوي خو حنیف اتمر د دغې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.

د یادونې وړ ده چې د «سولې او اعتدال» ټیم خپل انتخاباتي کمپاینونه هم ځنډولي او پر باور یې دوی د ټاکنو پر روڼوالي شک لري او د ټاکنو بهیر د سولې پروسه زیانمنولای شي.

عطامحمد نور تر دې دمه د سولې او اعتدال ټیم کې د درزونو پیدا کیدو په اړه څه نه دي ویلي. هغه هیله‌مند و چې د دغه ټیم لومړی وزیر به شي.

محمدیونس قانوني چې د حنیف اتمر لومړی مرستیال دی هم دې دمه د حنیف اتمر سره د اړیکو د پرې کولو په اړه رسما څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د