د طالبانو او امریکا ترمنځ نهم پړاو مذاکرات پيل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ نهم پړاو مذاکرات پيل شول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، نن له غرمې وروسته د امريکايي او طالب ډيپلوماټانو ترمنځ مذاکرات پيل شول.

د امريکايي ډيپلوماټانو مشري د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد او د طالب استازو مشري د سياسي دفتر مرستيال او سر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزی کوي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال سکاټ مېلر هم د دغو خبرو ګډونوال دی

په تېرو اتو پړاوونو کې د افغانستان کشالې پر مهمو اړخونو خبرې شوي دي.

طالبانو او امریکا دواړو ويلي، په تېرو اتو پړاوونو کې د افغانستان کشالې له نوي سلنه زيات مسائل حل شوي او د پاتې مسائلو لپاره به په نهم پړاو کې خبرې وشي.

وړمه ورځ زلمي خلیلزاد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي و، چې امریکا له طالبانو سره هوکړې ته چمتو ده.

طالبان هم وايي، له امريکا سره هوکړې ته نږدې شوي او ټينګار کوي، چې امریکايي چارواکي بايد له ژمنې سره خپل ټول پوځيان او استخباراتي چارواکي له افغانستانه وباسي.

د طالبانو او امریکا سربېره د افغانستان ګډ حکومت هم د نهم پړاو مذاکراتو ته خوشبينه دی او وايي، له دغو مذاکراتو سره به بين الافغاني خبرو او تلپاتې اوربند ته لاره هواره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

جوړ تازه. زخو په والله دومره منتظر دی سولی ته یم چی هر ورځ باید څو ویب سایټونه وګورم بخصوس دا د طالبانو نن ټکی. کله کله خبری یوار بلی خواته ولاړی شی او سړی باکل ناامیده شی. الله د زر یو واقعی سوله راولی. په والله قسم چی د پلار او مور قبر رانه ورک دی چی کوم ځای کی وو. اوس هم مهاجریم په یوه کفری ملک کی ژوند کوم. نه می دا صفافه هوا خوښیګی، نه می دا لوڅی لغړلی ښځی، او نه می دا ملک او خلګ یی. چی سبا سوله راشی اول به زه ځم… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

ګوری چی دا نهم پړاو چیرته رسی. دابه تر شلمه هم تیریږی دا ځکه چی دواړه طرفه یو پر بل باور نلری.