خوست: موټر بم برید «۱۴» کمپایني عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د خوست ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې د ضربتي عسکرو په کاروان موټر بم برید  ۲ ټانګونه ویجاړ  کړي او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

د راپورونو په اساس، پېښه د مندوزیو ولسوالۍ اکبر پمپ ته نږدې سیمه کې د کمپاین په عسکرو باندې شوې، چې  په پایله کې یې ۱۴ تنه ضربتي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د برید پړه طالبانو په غاړه اخستې او یاده حمله یې د ځانګړي تکتیک په مټ ترسره شوی موټر بم بللی.

بل لور ته د خوست ولایت د والي ویاند «عادل حیدر» پېښه مني؛ خو په خبره یې په برید کې یوازې دوه تنه کمپایني عسکر وژل شوي.

د خوست امنیه قومانداني بیا په یاده سیمه کې د دوو چاودنو خبر ورکوي، چې په خبره یې، شپږ تنه ملکي وګړي پکې ټپيان شوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

الحمد لله
د خنځیران لا امریکایانو نه هم غاټ مجرمان دی