د سولې شورا مرستیال: حکومت د سیاسیونو له وېرې د بین الافغاني مذاکراتو پلاوی نه اعلانوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالب او مریکايي لوري تر منځ نن د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې نهم پړاو مذاکرات رسما پیل شول او داسې تمه شته چې داوړه لوري به وکولای شي د سولې توافقنامه لاسلیک کړي؛ ګډ حکومت لا هم ندی توانېدلی د امریکا او طالبانو د مذاکراتو تر پای ته رسېدو ورسته د کېدونکو بین الافغاني مذاکراتو لپاره یو ټول منلی ټیم تشکیل کړي.

که څه هم د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزارت میاشت وړاندې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یوه ټول منلي ټیم د تشکیل خبر ورکړ؛ خو د حکومت دننه یو شمېر سرچینې بیا وايي، په تیار شوي ټیم کې بیا، بیا بدلونونه راغلي او حکومت د سیاسیونو د وېرې له امله نشي کولای لست اعلان کړي.

په دوحه کې د بین الافغاني کنفرانس ګډونوال او د سولې شورا مرستیال « حاجي دین محمد» وايي « بین الافغاني مذاکراتي هیئت بیا ځلې بدل شو، د تېر په پرتله ډېر بدلونونه پکې راوړل شوي، دا ځل شاید زما نوم هم پکې نه وي، حکومت له دې وېرې چې د سیاسیونو تر منځ جنجال راپورته نشي، د ټيم د غړو نومونه نه ښکاره کوي».

بل لورته د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده « ناجیه انوري» بیا وايی، حکومت له زیاتو سلا مشورو وروسته بین الافغاني مذاکراتي ټیم تشکیل کړی، چې له سیاسي او قومي تنوع څخه برخمن دی.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې طالبانو هم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټاکل شوي ټیم د نومونو په پټ ساتلو باندې نیوکه کړې وه، د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په خپل ټویټر لیکلي وو « د سیاسي جهتونو له لوري دبین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټیم دغړو نومونه پټ ساتل یا خو د اختلاف له امله دي او یا هم دخاصي زور واکې کړۍ په اختیار کي دي چي بیا نو د ټولو جهتونو مشترک ټیم نه بلل کیږي او نه هم د فیصلې واک او د سیاسي جهتونو ملاتړ لري.سیاسي جهتونه هم خپل موقف ښکاره کړي.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

اوکیدای شی حکومت دسولی لپاره داسی بدرنګی څیری ټاکلی وی چه پری شرمیږی ،اویابه داسی څوك وی چه نامحرموته به مخ اونوم نه ښکاره کوی ؟ ولس به هم ورته نامحرم ،ښکاری طالبان اوامریکایان به هم دنامحرمو په جمله کی وی ؟ والسلام .