امريکايانو!! چي هر څومره ځانونه پر يخي او تبخي کړئ زموږ له هيواده به وځئ!

عبدالمالک همت

په نن ټکي آسيا کي مي د افغانستان د اسلامي امارت د سياسی دفتر د مرستيال او له امریکا سره د مذاکراتو لپاره مشر مرکچي جناب شېر محمد عباس ستانکزي مرکه ولوستله. دغه مرکه د برتانيې سنډې ټايمز مجلې د هغه سره کړې او نن ټکي هم خبره کړې ده. ښاغلي ستانکزي په دې مرکه کي ويلي: ” امریکا بايد پر افغانستان د يرغل پر مهال د بېرته وتلو لاره کتلی وای“.

حقيقت دادی چي د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر دغه خبره امريکايي زر سالارانو ته يو داسي له معنا ډک او تاريخي پيغور دی چي د طالبانو د موضع او غوښتنو د حقانيت او د امريکې پر مرکچي پلاوي باندي د دوی د معنوي برلاسۍ او معقوليت او پر امريکايي طواغيتو باندي له هر اړخيزي لوړتيا څخه استازولي کوي. د ښاغلي ستانکزي دغه مرکه پر دې باور او ډاډ ولاړه ده چي امريکايان هر څونه خړۍ پړۍ وکړي او ځانونه ايسه او دوری او لالهانده کړي بيا به هم د دوی او د امريکايي پلاوي د خبرو پاپله پر باطل باندي د حق او حقيقت بری وي.

رښتيا هم دغو سراښو نيواکګرو د ګران افغانستان نيول آسانه او د عوامو په اصطلاح حلوا بللې وه. دوی زموږ پر وياړلي ټاټوبي د خپل شوم او ناروا يرغل لپاره د پلانونو جوړولو پر مهال له هغه څخه د بېرته وتلو په اړه، له ډېره غروره هيڅ پام نه وو کړی، هغوی هغه مهال داسي مست او د غرور پر نيلي سپاره وه، چي پر دوې باندي د دې اوسنی حالت د راتلو په اړه يې هيڅ په فکر کي نه ورګرځېده او نه پوهېده چي « د جنګ خوږې خبري ساعت يې تريخ دی».

سعدی د خپل نامتو کتاب (ګلستان) په سريزه (دیباچه) کي وايي: ” د ونو د انځور کښلو په کار پوهېږم، خو نه په باغ کي، ښکلی يم ، خو نه په کنعان کي…“.

(امريکايانو به يرغل کولای، خو نه د دې غرونو او سردرو د سپینو بازانو پر ټاټوبي باندي. دوی که زموږ تاريخ ښه مطالعه کړی وای ورته جوته سوې به وای چي له دې نيواک پرځوونکي اورشو څخه هيڅوک روغه سټه نه دی وتلی).

لقمان ته يې وويل: حکمت دي له چا زده کړ، ورته ويې ويل: ” له ړندو څخه؛ هغوی چي ځای ښه ونه ويني پښه نه پر ايږدي“.

حکيمانو د عقل په حکم فرمايلي دي:« قَدِّمِ الخُرُوجَ قَبْلَ الوُلُوجِ » یعني: په هر کار کي هغه ته تر ننوتلو او تکل کولو دمخه له هغه څخه د ځان د را وتلو فکر کوه.

امريکايانو چي ګران هيواد افغانستان، دې د امپراتوريو هديرې ته د ننوتلو پرمهال دغسي فکر نه دی کړی اوس چي په ماته له دې خاوري د وتلو په هڅه او تکل کي دي، طواغيت يې د سر اسيمه توب په شديده ناروغي اخته سوي دي، د وتو لاره ځني ورکه ده، د لېونو غوندي ضد او نقيضي حيرانوونکي او خندنۍ، بې منطقه څرګندوني کوي او نن يو څه وايي سبا بل څه او په دې اړه يې حافظې داسي پوچي سوي دي چي ته به وايې د الزايمر (د هېري او مغزي اختلال) په ناروغي اخته دي.

اوس چي تر کومه ځايه زه پوهېږم که طلبان د دغو داړه مارانو سره هيڅ خبري ونه کړي او توافق ته هم ورسره ونه رسيږي، بالاخره به په شرمو شرمېدلي زموږ له هيواده پخپله په تېښته وزي.

د دې خبري دلايل بېخي ډېر دي، خو دلته به يې څو په لنډو ټکو کي بيان کړم: د امريکې خلک دې اوږدې جګړې داسي ستړي کړي او په عذاب کړي دي چي تر پوزي يې راوستلي دي. حقيقت دادی چي له هاغه ماوراء بحار څخه پر افغانستان غوندي هيواد باندي اشغالګرانه واک ټينګول، دلته د امريکايي پوځ دغومره اوږده موده مصروفېدل، پر دې چاره د دوی تريلينونه ډالر لګېدل (د امريکايانو رسمي سرچينې وايي چي په افغانستان کي د دوی د پوځ د هري مياشتي لګښت څلور مليارډه ډالر دی او پر دې سر بېره نور ډېر لګښتونه هم کوي)، د دوی د عسکرو پرله پسې مرګ ژوبله، د دوی د بې خرتو ډېرو سپکو او درنو وسلو او جګړه ييزو وسايلو ويجاړېدل او استهلاکېدل، د دې اوږدې جګړې له امله په درسته نړۍ کي د دوی نوم بدېدل او بالاخره هم دلته د جګړې د ګټلو چانس په خوب لا نه ليدل، ډا ټول هغه څه دي چي ټول امريکايان يې د ناهيلۍ، ستړيا، ذلالت او سختو پرېشانيو سره مخامخ کړي دي. اوس هر امريکايي ته له ټرمپ څخه نيولې تر تروروستي فرده په عين اليقين سره جوته سوې ده چي په افغانستان کي دوی ته د دغي خونړۍ او فاجعه زېږوونکي جګړې ګټل د طوا ټکی دی، يعني دا سخت ناشونی کار دی او « خيالست ومحالست وجنون ».

بيا نو دا بېهوده او بې پايلي اوږده خونړۍ او د درنو لګښتونو جګړه د امريکې ولس ته څه ګټه لري ؟ پرته له يو شمېر هغو داړه مارانو چي په دې خړو اوبو کي د خپلي خوښي کبان نيسي، د جګړې په بهير کي بدي ګټي ترلاسه کوي، ډول ډول امتيازونه اخلي او په ډول ډول لارو چارو د امريکې د ولس پيسې په بډه وهي.

ټرمپ د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال دا درک کړې وه چي د پورتنيو ستونزو او دلايلو پر بنسټ امريکايان نه غواړي د دوی عسکر په افغانستان کي د هيڅ لپاره ووژل سي او د دوی مالیې هلته پرله پسې بې ځايه مصرف سي. ځکه نو ټرمپ ولسمشرۍ ته د رسېدو رمز په دې کي ليدی چي امريکايانو ته وعده ورکړي چي د برياليتوب په صورت کي به امريکايي پوځونه له افغانستان څخه باسي. له دې امله هغه بريالی هم سو. نو اوس که ټرمپ د امريکې د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشريزو ټاکنو پوري خپل اشغالګر پوځ له دې هيواده ونه باسي خپلو خلکو ته بې وعدې کيږي او هغوی يې د بيا ټاکلو لپاره رايه نه ورکوي، ځکه نو دی اړ دی زموږ له هيواد څخه پوځونه خارج کړي.

بل، لکه چي خبر يو سر له همدې اوسه د دوی د ۲۰۲۰ کال د ولسمشريزو ټاکنو نور نوماندان وايي چي د برياليتوب په صورت کي به د دوی لومړی کار له افغانستان څخه د امريکايي پوځونو را ايستل وي. نو که ټرمپ په دې اړه خپله وعده پوره نه کړي، پر ځای به يې بل څوک له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د بيرته ورغوښتلو په باب د دې ژمني په ورکولو سره ولسمشر سي او هغه به زموږ له هيواد څخه خپل پوځي ځواکونه باسي.

بله خبره داده چي موږ الحمد الله مسلمانان يو او پر لوی څښتن او د هغه پر سپېڅلي کلام قرآن کريم باندي عقيده لرو او څه چي قرآن وايي هغه هم کيږي. قرآن کريم موږ ته فرمايي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [الأنفال:36].

ژباړه: کومو کسانو چي کفر غوره کړى دى ، هغوى خپلي شتمنۍ د دې لپاره لګوي چي خلک (مومنان) د الله له لاري (او پر خداى او د هغه پر پيغمبر باندي له ايمان) څخه راوګرځوي. دوى خو به په دې لار کي خپل مالونه ولګوي، مګر بيا به د دوى د دغو لګښتونو پايله هغو ته د افسوس او پښېمانۍ لامل وګرځي (ځکه مالونه به يې له لاسه ووزي او هغو هيلو ته به هيڅ ونه رسيږي) او پاى به دا کسان (د مومنانو په وړاندي) مغلوب (او د ماتي سره مخامخ) سي. او د غه کافران به (په آخرت کي) د جهنم دوږخ لور ته ورټول کړى سي (او په هغه کي به عذاب ورکړه سي).

نو پورته څرګندونو او د غه مبارک آيت ته په کتو سره موږ يقين لرو چي زموږ د ګران هيواد د خپلواکۍ د بيا ګټلو مهال ډېر را نژدې سوی دی. امريکايي وحشي پوځيان به په هر ډول چي وي زموږ له هيواده پښې سپکوي او دلته به خامخا د: (جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (81))[الاسراء: ۸۱] ملکوتي آواز زمزمه کيږي. وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ.

د پورتني آيت ژباړه داده: حق (اسلام چي يوازي د الله د عبادت او پالني او د عدل او انصاف دين دي) راغی (او الله چي د کوم نصرت ژمنه کړې وه تحقق يې وموند) او باطل (کفر او شرک چي د ډول ډول معبودانو د عبادت، مادي پالني او ظلم دين دی) له منځه ولاړ، په يقين سره باطل داسي شی دی چي له بنسټ او له اصله له منځه تلونکی دی (د حق په وړاندي نه سي ټينګېدلای او بالاخره بری د حق او حقيقت وو او دی).

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Ahmed
میلمه
Ahmed

مشره
الله ج
دی شه درسره وکړی
امېن

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

مننه ګران احمد صاحب !
الله دي تاسو په خپل حفط کي ولري او روغ او خوښ اوسئ په درنښت.

جميل
میلمه
جميل

محترم همت صاحب السلام عليکم و رحمت الله و برکاته مونږ وياړو چی وياړلی او د لوړ همت ليکوالان لرو چی و مونږ ته مروړلی او شف شف نه وايی او تر خپلی هوا تير د خپل خالق رضا بيانوی . ټوله مو په ډيره احسنه توګه بيان کړی ، جنت الفردوس مو په برخه سه . زه هم پخپل کوچنی ذهن سره يوڅه ډيرول غواړم چی : که مونږ له اوله تر پايه ښه ورته ځير سو پدی ۱۸ کلونو کی کوم جهاد چی طالبان کرام يی د خپلو سپيڅلوعلماوو په آمريت د ټولی نړی په مقابل کی په… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

وعيکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
ستاسي ټولي خبري ښکلي او حقيقت دي رشتيا هم لوی څښتن سبحانه فرمايي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ (7)﴾[محمد:۴۷]
ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ! که تاسي (د کفارو سره په جګړه کي) د الله (د پيغمبر او د هغه د دين) مرسته وکړئ الله به (ستاسي پر دښمنانو باندي د برلاسئ درپه برخه کولو سره) ستاسي مرسته او ملاتړ وکړي او (د هغو سره د مخامخ کېدو پر مهال به په جګړه کي) ستاسي پښې ټينګي کړي.