نوکیا یو بل پخوانی مبایل په نوې بڼه وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د مبایلونو تر ټولو پخوانۍ کمپنۍ نوکیا وایي چې د تېرو په څېر د یوه بل کات کېدونکي مبایل نوې بڼې وړاندې کولو ته چمتو دی.

د نوکیا مبایلونو جواز ترلاسه کونکې کمپنۍ ایچ ایم ډي ګلوبل تر دې دمه د نوکیا تر ټولو پخوانی مبایل (۳۳۱۰) په نوې بڼه وړاندې کړی دی چې د یو شمېر ځانګړتیاو ترڅنګ په کې د 4G او LTE شتون هم جالب و.

د راپورونو له مخې نوکیا اوس په چین کې یو نوی مبایل تصدیق کړی دی کوم چې شاید ددې کمپنۍ (نوکیا ۲۷۲۰) کات کېدونکی مبایل وي.

دا مبایل که څه هم د ځيرک مبایلونه بڼه نه ده خو د پخوا په پرتله به په کې د یو شمېر نویو ځانګړتیاو ترڅنګ د 4G انترنیت کنیکشن هم موجود وي.

دغه مبایل په لومړي وار د نوکیا لخوا په ۲۰۰۹م کال کې وړاندې شو، خو اوس نوکیا غواړي چې لس کاله وروسته یې په نوې بڼه وړاندې کړي.

د ایچ ایم ډي ګلوبل لخوا دغه مبایل به په راتلونکې سپتمبر میاشت کې د IFA نندارتون له مخې چې په د جرمني ښار برلین کې ترسره کیږي وړاندې شي.

دغه مبایل کله چې په ۲۰۰۹م کې په لومړي وار وړاندې شو په دې کې ۱.۸ انچه رنګین سکرین ورکړل شوی و، همدا ډول بهر خواته د بندیدو په حالت کې یې ۱.۳۶ انچه مونوکروم ډیسپلی هم ورکړل شوې وه.

همدا ډول په دې کې ۱.۳ میګا پېکسله کامره، بلوتوت، غږیز جیک، ایف ایم رادیو او ۸۶۰ ملي امپیره بیترۍ موجوده وه.

خو اوس چې ددغه مبایل نوې بڼه وړاندې کیږي په دې کې به هرو مرو پرمختللې ځانګړتیاوې، ځانګړی ډیزاین او غوره بیترۍ موجوده وي، چې بشپړ معلومات به یې راتلونکې میاشت کیږي.

د یادونې ده چې نوکیا په ۲۰۱۷م کال کې خپل پخوانی مشهور مبایل ۳۳۱۰ په نوې بڼه وړاندې کړ، همدا ډول یې په ۲۰۱۸م کال کې ددې کمپنۍ پخوانی مبایل ۸۱۱۰ نوې بڼه هم وړاندې کړې وه.

اوسمهال په ځيرک مبایلونو کې نوکیا که څه هم د پرمختللو کمپنیانو څخه نه شمېرل کیږي خو ځینې مهال داسې مبایلونه وړاندې کوي چې د بشپړ په زړه پورو ځانګړتیاو ترڅنګ یې بیه هم مناسبه وي، خو بدبختانه نوکیا کمپنۍ په ځیرک مبایلونو کې د پام وړ مینوال نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د