هوواوې په خپل نوي سیستم د چمتو شوي مبایل له وړاندې کولو ډډه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ وږی، ۱۳۹۸ل): تېره اوونۍ د امریکا د سوداګرۍ وزارت لخوا پر هوواوې د بندیز پریکړې پلي کول د «۹۰» نورو ورځو لپاره وځنډول شول چې ورسره پر هوواوې د نورو شرکتونو بندیز هم وځنډېد.

اوس د هوواوې شرکت اعلان کړی چې که څه هم دوی د خپل نوي چلوونکي سیستم (HarmonyOS) لپاره چې د انډرایډ بدیل دی ځیرک مبایلونه چمتو کړي دي خو له معرفي کولو یې ډډه کوي.

د هوواوې مشر په وینا چې دوی به تر هغې د ګوګل «انډرایډ» چلوونکي سیستم ته اهمیت ورکوي تر څو یې پر دوی بشپړ بندیز نه وي لګولی.

د اوس لپاره هوواوې خپل چلوونکی سیستم په ځیرک تلویزون کې د تجربې یا ازموینې لپاره وړاندې کړی دی او ددوی په وینا په یوه ځیرک ساعت کې به یې هم ډیر ژر وړاندې کړي.

د هوواوې په وینا چې ددې ډیر کم امکان لیدل کیږي چې د هارموني چلوونکي سیستم ته چمتو شوي مبایلونه دې معرفي شي خو د بندیز په پلي کولو کې حالات بدلیدلای شي.

که چیرې د ګوګل لخوا پر هوواوې د انډرایډ بندیز پلي شو دا به د هوواوې مبایلونو لپاره تر ټولو ستره جټکه وي، ځکه چې نه خو دوی سره تر دې دمه د کوم اپلیکیشن ملاتړ شتون نه لري او په لویدیز بازارونو کې به د داسې مبایلونو پلور چې د ګوګل خدمتونه ونه لري اسانه نه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د