سریلانکا، پاکستان کې له ټيسټ سیالۍ کولو انکار وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د سریلانکا لوبو وزارت د پاکستان کرېکټ بورډ هغه غوښتنه رد کړه چې په پاکستان کې دې ټيسټ سیالۍ ترسره کړي.

له تېرو لسو کلونو راپدیخوا په پاکستان کې تر دې دمه په بشپړ ډول نړیوالې سیالۍ نه دي ترسره شوي چې ددې بېرته راستنېدو لپاره د پاکستان کرېکټ بورډ ټولې هڅې ناکامې شوي دي.

لکه څرنګه چې د نړیوال ټيسټ چمپین شپ په ترڅ کې روان کال د پاکستان او سریلانکا ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي، پاکستان کرېکټ کوښښ کاوه تر څو له دغو سیالیو څخه یې یو ټيسټ د پاکستان په کوربه توب په دغه هېواد کې ترسره کړي خو سریلانکا دغه غوښتنه رد کړه.

سریلانکا کرېکټ بورډ پاکستان کې د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره دغه هېواد ته چارواکي استولي وو چې د کراچۍ او لاهور ښارونو دوره یې هم وکړه.

که څه هم د پاکستاني راپورونو په وینا د سریلانکا لخوا د امنیتي وضعیت په اړه مثبت راپور ورکړل شوی و خو اوس بېلا بېل راپورونه وایي چې سریلانکا پاکستان کې ټیسټ کرېکټ نه ترسره کوي، او په دې اړه یې د پاکستان کرېکټ بورډ ته خبر هم ورکړی دی.

تر دې مهاله د داوړو کرېکټ بورډونو لخوا رسما څه نه دي ویل شوي خو د کرېکټ بېلا بېل شنونکي په دې باوري دي چې سریلانکا پاکستان کې له ټيسټ سیالۍ ترسره کولو انکار کړی، مګر دوی د یو ورځنیو سیالیو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د ۲۰۰۹م کال په مارچ میاشت کې د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ په لاهور ښار کې د سیالیو پرمهال په سریلانکایي لوبغاړو برید وشو چې په کې یو شمېر پاکستاني پولیس ووژل شول او د سریلانکا شاوخوا لس لوبغاړي ټپيان شول، له هغې وروسته په پاکستان کې د نړیوال کرېکټ دروازې بندې شوې چې تر دې دمه هیڅ ټيسټ سیالۍ نه ده ترسره شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د