وردګ: دولتي ځواکونو د واده په مراسمو بريد کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ وږی، ۱۳۹۸ل): دولتي ځواکونو د وردګ ولايت په چک ولسوالۍ کې د واده په مراسمو بريد کړی دی او پنځلس تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وايي چې تير ماخستن د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ خليلي کلي کې د واده په کور دولتي ځواکونو توغنديز بريد کړی دی او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

په دغه پيښه کې د واده د زلمي وراره انجينر قدرت الله عظيمي وژل شوی دی او څوارلس تنه نور د کور غړي او خپلوان يې ټپيان شوي دي.

د سيمې اوسېدونکو ويلي دي چې تير ماخستن په سيمه کې د دولتي ځواکونو له قرارګاه نه توغندی وتوغول شو او د واده په مراسمو ولګيد چې ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

د صالح په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي ويلي دي چې په ټپيانو کې د ۶ تنو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان هم ياده پيښه تائيد کړې ده خو د پيښې په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د ګډو او دولتي ځواکونو په هوايي او توغنديزو بريدونو کې ولسي وګړو ته مرک‌ ژوبله اوړي خو حکومت يې تر اوسه د مخنيوي په اړه کوم ګام نه دی پورته کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د