د جعل وظیفو او ویزو اړوند په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): کابل کې د امریکا سفارت  افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې د وټساپ په هغو پیغامونه ونه غولیږي چې د نامعلومه کسانو له خوا د ویزو او وظیفو په اړه لیږل کیږي.

د امریکا سفارت پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې خلک دې هېچا ته د امریکا د ویزو او وظیفو په اړه پيسې نه لیږي ځکه دوی هېچا ته داسې آفر یا پیشنهادونه نه دي ورکړي.

د امریکا سفارت پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې دوی  د افغانانو له خوا داسې ایمیلونه ترلاسه کړي چې ورته ویل شوي چې مشهورې امریکايي کمپنۍ لکه کوکاکولا د وټساپ له لارې د وظیفو او ویزو پیشنهادونه کوي چې په دې کې د  امریکا د سفارت ته منسوب خطونه هم لیږل شوي دي.

سفارت ویلي چې دغه خطونه او هم دغه وظیفې ټول جعل دي او خبرداری یې ورکړی چې دوی ته ځواب ورنکړي او نه هم د وظیفو او ویزو لپاره چاته پیسې ولیږي.

د سفارت په وینا دغه پیغامونه د «+234» کوډ لروونکې شمېرې څخه لیږل شوي چې د نیجریا هیواد دی.

د امریکا سفارت زیاته کړې چې د امریکا د حکومت رسمي ویبپاڼې ادرسونه پای په «com» نه بلکې په «gov» باندې وي. همدا راز د امریکا حکومت هېڅکله د جي میل یا نورو ایمیلونه څخه ایمیل نه کوي.

د امریکا سفارت د دغه ډول جعل وظیفو په اړه نور هم ډیر معلومات پر خپلې ویبپاڼې خپاره کړي دي او له خلکو یې غوښتي چې که ورته پېښو سره مخ شي نو دوی سره دې معلومات شریک کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د