سريلانکا لوبډله پاکستان کې د ټيسټ پرځای يو ورځنۍ او شل اوريزې سيالۍ کوي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱ وری، ۱۳۹۸): د پاکستان کرېکټ بورډ رسما اعلان وکړ چې سريلانکا لوبډله به په پاکستان کې د يو ورځنيو او شل اورزيو سياليو سيريز ترسره کوي.

له دې وړاندې يو شمېر راپورونو خبر ورکړی و چې سريلانکا کرېکټ بورډ د پاکستان هغه غوښتنه چې په دې هېواد کې لږ تر لږه يو ټيسټ لوبه ترسره کړي رد کړې وه.

لکه څرنګه چې سريلانکا لوبډلې پاکستان کې له دې وړاندې هم شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي نو د امنيتي وضعيت له څېړلو وروسته يې دغه پريکړه هم وکړه.

سريلانکا لوبډله به پاکستان کې له ۲۷ سپتمبر څخه تر ۹م اکتوبر پورې درې يو ورځنۍ او درې شل اوريزې سيالۍ ترسره کوي.

يو ورځنۍ سيالۍ په ۲۷، ۲۹ سپتمبر او ۲م اکتوبر په کراچۍ نيشنل لوبغالي کې ترسره کيږي، همډا ډول د شل اوريزو سيالۍ چې په ۵م ۷م او ۹م اکتوبر دي د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د