افغانستان

د سولې شورا رییس: د حکومت د اوسنۍ رهبرۍ په شتون کې سوله «ناشونې» ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د سولې عالي شورا رییس «محمد کریم خلیلي» د حکومت اوسنۍ رهبري د سولې په وړاندې د خنډ په جوړولو تورنوي او په خبره يې، ددې رهبرۍ په شتون کې سوله ناممکنه ده.

محمد کریم خلیلي چې د ثبات او همپالنې له ټیم سره یې د یو ځای کېدلو په تړاو رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې وویل « د حکومت د اوسنۍ رهبرۍ په شتون کې سوله ناشونې ده، رهبري باید تغیر وکړي او که چېرې راتلونکې دوره هم همدا رهبري واک په لاس کې واخلي؛  هیواد به پنځه کلونه نور هم په جګړه کې پاتې شي».

د خلیلي په خبره، سوله د افغانستان د خلګو اړتیا ده او د  پوره کولو لپاره یې د اوسنۍ رهبرۍ بدلول اړین دي.

د سولې شورا رییس داسې مهال د حکومت رهبري د سولې په وړاندې «خنډ» بولي، چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ نهم پړاو مذاکرات روان دي او تمه ده د دواړو لورو تر منځ د توافق له لاسلیک او مذاکراتو له پای ته رسېدلو وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي او طالبان له حکومت سره د یو سیاسي جهت په حیث خبرې پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

هیچا له خلیلی، مجددی او ربانی پوښتنه ونکړه چی تاسی په دی ۱۸-۱۹ کالو پوری دومره مالی بودیجه د سولی په اړه چیرته مصرف کړه که مو د سولی راوستلو وړتیا نه درلوده ولی مو د بیت المال پیسی بیجایه مصرف کړی نو اوس چی دولت پوه شو تاسی بل چاته کار کوی او د تاسی شورا تش خلکو د غولولو لپاره کار کوی نو له همدی وجهی لری کړه نو چی د سولی د راوستلو وړتیا نه لری نو په دولت او اشرف غنی ولی انتقاد کوی همدا اشرف غنی وو چی د کابل په غونډه کی یی طالبانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x