پروان: غلو له پولیسو وسلې اخیستي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د پروان ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې څلور غلو د پولیسو درې چارواکي او یو عام پولیس درولي او له هغوی یې وسلې او قیمتي شیان اخیستي.

د سلام وطندار د راپور په اساس، پېښه د چهار شنبې په ماښام د سید خېلو ولسوالۍ اړوند سعدالله پل نامه سیمې ته نږدې شوې.

راپور زیاتوي، څلور غلو د پروان ولایت د جنايي جرمونو آمر، د ترورېزم مرستیال، د ټولي قوماندان او یو بل پولیس درولي او له هغوی یې وسلې، نغدې پيسې او نور قیمتي شیان اخیستي.

ویل کېږي، د یادو څلور غلو له منځه دوه تنه نیول شوي هم دي.

یاده دې وي، چې د پروان ولایت مقام په دې تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

کفرچی دکعبی څخه پورته سی مسلمانی به چیری پاته سی. غلوچی پولیس لوټ کړی دی، هغه هم جنایی، دتروریزم آمرین….. نودعام ولس دی الله(ج) پرده وکی.