اشرف غني: زموږ عسکر د نړۍ د امنیت لپاره «نیابتي» جګړه په مخ وړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وایي، له دولتي عسکرو سره د نړيوالو مرستې تحفې نه دی او په خبره یې، عسکر یې د نړیوالو د امنیت په موخه نیابتي جګړه په مخ وړي.

اوا خبري اژانس له طلوع نیوز تلویزون سره د اشرف غني د مرکې له منځه لیکي، چې دولتي عسکر د نړۍ د امنیت لپاره جنګېږي او کولای شي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان امنیت وساتي او له حکومت څخه دفاع وکړي.

د غني په قول، د نړیوالو ځواکونو وتل د سیمې په امنیت هيڅ اغېز نه لري او طالبان نشي کولای د امنیتي ځواکونو په شتون کې افغانستان لاندې کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې غني خپل عسکر د نړیوالو د امنیت لپاره جنګېدونکي جګړه ماران بولي، څه موده وړاندې هم نوموړي د دولتي عسکرو قربانۍ د نیویارک او واشنګټن د امنیت او خوندیتوب لپاره بللې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

نو چې داسې ده احمقه ته ولې دالر اخلې او دهیواد زامن پرې وژنې !