پاکستان: افغان سوداګر کولای شي خپل توکي د واګه سرحد له لارې هند ته صادر کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې د هند سره د سوداګريزو اړیکو د ختمولو سربېره افغان سوداګریزو موټرو «لاریو» ته اجازت دی چې د هند تر اټاري پورې مالونه انتقال کړي.

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې له پاکستان څخه د دې غوښتنه کوي چې هند سره د سوداګرۍ لپاره ځمکنۍ لاره ورکړي خو پاکستان له هند سره د امنیتي ستونزو له کبله دغه غوښتنې رد کړي دي.

ډیلي ټایمز پاکستانۍ ورځپاڼې د ریپورت پر اساس د قریشي څرګندونې د پاکستان په پالیسۍ کې مهم تغییرات ښيي.

د روان کال د جون په میاشت کې ولسمشر غني پاکستان ته په دوه ورځينې سفر ولاړ او د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو په پراخولو یې ټینګار وکړ.

اشرف غني د عمران خان او پاکستاني چارواکو سره تر ناستې وروسته یوې غونډې ته وویل چې لومړي وزیر عمران خان او پاکستاني چارواکو ورسره منلې چې افغان سوداګریز موټر به د واګه له لارې هند ته خپل توکي صادروي همدا راز پاکستان به د افغانستان له لارې مرکزي اسیا سره ونښلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د افغان پلاوي سره يې خبرې کولې زیاته کړې چې پاکستان په افغانستان کې ستراتيژیک عمق نه غواړي او نه هم پر دې نظریې باور لري.

هغه وویل چې پاکستان په افغانستان کې هېڅ یو مشخص د خوښې کس نه لري او هر هغه کس چې افغان ولس یې وټاکي دوی به ورسره د سولې، پرمختګ او دوه اړخیز اړیکو او تجارت اړوند کار وکړي.

نوموړي یادونه وکړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر یې د چین په شمول درې اړخیزو خبرو ته راغوښتی دی چې په ستمبر کې به ترسره شي. هغه پر دې اړه جزییات ورنکړل چې دا خبرې به د څه په اړه وي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان څه موده وړاندې د ترجیحي تعرفو د هوکړه لیک په لاسلیکولو ابتدايي موافقه وکړه.
سربېره پر دې څو ورځې وړاندې د غلام خان لاره چې خوست د پښتونخوا سره نښلوي د سوداګرۍ پر مخ خلاصه شوه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د