د اقتصاد وزیر: دریمه برخه ملي بودیجه په جګړه او امنیت مصرفېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د اقتصاد وزیر «مصطفی مستور» د هیواد له خراب اقتصادي وضعیت سر ټکولی او په خبره يې، که جګړه نه وای د هیواد اقتصادي وضعیت به له اوسني حالت څو برابره ښه وای.

مصطفی مستور چې له طلوع نیوز سره یې خبرې کولې، وویل « دریمه برخه ملي بودیجه په جکړه او امنیت مصرفېږي او یوازې پاتې دوې برخې یې په زیربناوو باندې پانګونه کېږي».

نوموړي زیاته کړه « جګړه، ناسم امنیتي وضعیت او د نفوسو چټکه وده هغه څه دي، چې اقتصادي حالت یې خراب کړی او د اقتصادي وضعیت د ودې چټکتیا یې را کمه کړې، که چېرې جګړه نه وای د افغانانو حالت به تر دې څو برابره ښه وای».

د مستور په خبره، په اوسني وخت کې د نفوس او اقتصاد وده غیر متوازنه ده.

د ګډ حکومت د اقتصاد وزیر داسې مهال جګړه د هیواد د خراب اقتصادي وضعیت لامل بولي، چې د حکومت مشر وايي، عسکر یې په افغانستان کې د نیویارک او واشنګټن د خوندیتوب لپاره جګړه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

بودجه دې له کومه کړه ؟ ته خو هیڅ هم نلرې ټولې پيسې سور برېتی لا لا درکوي ! دبودیجې نوم مه ورکوه د د هیواد خرڅونې او مذدوري مزد دی .