
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان د ویزو د سستم د اصلاح کوښښ کوي او ډیر زر به افغانانو د انلاین ویزې سستم اسانتیاوې برابرې شي.
شاه محمود قریشي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د پوهانو او پخوانيو مشرانو ترمنځ د دوېم پړاو د غونډې پر مهال کړي دي.
قریشي د پاکستان په ویزو کې د پاکستانيانو او افغانانو له خوا فساد منلی دی او ویلي دي چې مافیا او جنګسالاران له دغه حالت څخه استفاده کوي خو دوی به د ویزو مسئله ډیر ژر حل کړي.
هغه وویل چې لکه څنګه چې یې تورخم ۲۴ ساعته د خلاصولو مسئله حل کړه همدغسې به د ویزو مسئله هم حل کړي.
قریشي پیشنهاد وکړ چې کابل او اسلام اباد باید پر یو بل د تورونو لګولو څخه ډډه وکړي.
د پاکستان ویزې اخیستل د عامو افغانانو چې د تدواۍ او کاروبار لپاره ځي لوی سرخوږی جوړ شوی دی.
د ریپورټونو له مخې هره ورځ سلګونه افغانان د پاکستان د ویزو ترلاسه کولو لپاره د دغه هیواد سفارت او قونسلګریو ته مراجعه کوي خو په ویزو کې د فساد له کبله د ویزو له اخیستلو محرومیږي.
څه موده وړاندې رسنیو راپورونه ورکړل چې د پاکستان ویزه په تور بازار کې ۲۰۰ امریکايي ډالرو ته ختلې ده.
لعنت دی پر تا او ستاسو پر ویزو شی. مړه دی شو خو الله د نور مونږه پاکستان ته نه بیایی. ویزی به مو خلاصی شی پولیس به مو څنګه هر چیری چی افغان ووینی شکوی یی. د غلو وطن دی الله مو دی نه ورته احتیاجه وی.