“حکومت دې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته احتمالي سناریو ته تیاری ونیسي”

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې ورځ تر بلې د توافق لور ته په نږدې کېدو ښکاري او داسې تمې شته چې د دواړو لورو تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه ووزي؛ د ګډ حکومت یو شمېر چارواکي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته احتمالي سناریو ته د امنیتي چمتووالي غوښتنه کوي.

د ګډ حکومت په ملي امنیت شورا کې د سولې د برخې رییس « احمد شجاع جمال» وایي، تر دې دمه د سولې په خبرو کې ابهامات زیات دي او افغان حکومت باید د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته احتمالي سناریو ته له امنیتي اړخه چمتووالی ونیسي.

د جمال په وینا، د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو کې  د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي او افغانستان اړ دی چې ددې هیواد د ځواکونو له وتلو وروسته احتمالي سناریو ته تیار شي.

بل لور ته د ګډ حکومت د دفاع وزارت د پالیسۍ جوړونې پخوانی مرستیال «تمیم عاصي» هم اوسنۍ ټاکنې د مشروعیت له ګواښ سره مخامخ بولي او په خبره یې، پایله به یې د ملي وحدت حکومت دویمه نسخه وي.

د عاصي په خبره، که ټاکنې ترسره هم شي، په پایله کې رامنځته کېدونکی حکومت به یې طالبانو ته د منلو وړ نه وي او نوی حکومت به اړ وي په یوه کال کې دننه بېړنۍ ټاکنې ترسره کړي.

د حکومت چارواکي داسې مهال د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د احتمالي سناریو خبر ورکوی، چې د حکومت مشر وايي، د بهرنیو ځواکونو وتل د هیواد په امنیتي وضعیت بده اغېزه نه لري او د امنیتي ځواکونو په شتون کې طالبان افغانستان لاندې کولای نشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

په رشتيا چى امريكا ديره بيوفا،نامرده او ظالمه ده .
هغه افغانان چى تر خپل دين،خپل هيواد، خپل غيرت ….او خپل ناموس ورته تير وه ، همدا أمريكا يى اوس بيكسه يتيم غوندى پر تش داگ يوازى پريژدى .

حکیمي
میلمه
حکیمي

جمیل صاحب محترمه امریکا یان پوهیږي هغه غلامان په هیڅ هم نه ارزي چي له خپلو ارزښتونو تېر شي

عبدالله
میلمه
عبدالله

خدای تعالی واضح په قران کی فرامایلی دی چی د کفارو دوستی مه کوی.
امریکی پخپل تاریخ کی د هیخ ملک سره دایم وفادار نه دی پاته سوی حتی د خپل غلام پنجاب سره لا دوکه کوی.تور پنجاب هم تر دوی کم نه دی چی مسلمان ملاعبدالسلام ضعیف یی خلته په سر او په پوره بی عزتی ظالمی امریکی ته ورکر او د طالبانو د مشرانو د ترور او بند په اساس یی میلینونه دالر تر لاسه کرل او اوس هم همدا پروژه په پوره سپین سترگی پر مخ وری.

اجمل
میلمه
اجمل

طالبانو ونشوکولای چی د شمالی ټلوالی مقاومت مات کړی هغه وخت ټول حکومت له طالبانو سره وو طیاری یی هم درلودی. پنجابیان، عربیان او نور تور مخی مستقیمآ له پاکستان څخه راتلل د جنګ لپاره. اوس چی حکومت دری نیم لکه مجهز عسکر لری په لسګونو نورو ممالکو سره سیاسی روابط لری دا تښتیدلی بګیل طالبان به څه وکړی؟ غواړی چی افغانستان یو وار بیا د مجاهدینو دوری ته بوځی او پاکستان ته خدمت وکړی، هر څه نیست او نابود کړی؟ د طالبانو خیر پدی کی دی چی ملی روغه جوړه اعلان کړی، اوربند وکړی او حکومت سره خبری پیل… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

امریکا په داسی ناوړه، بی ضمیره او بی هویتو سرمایه ګذاری کړی او بیلونران او میلونران کړی یی دی چه په نومونو، دریشیو ، نیګتآیو او لندکروزورو او میکپو پوره ده په دی شیانو یی تر امریکایی ولسمشر زیاه خرڅه راځی امریکایانو دماتی یو دلیل همدغه ایجړاګان دی دا خبره یی د خندا وړ چه د غلامی اداری د دفاع ستراتیژی مخکنی جوړونکی !! غلامی اداری ته ټولی سترتیژی امریکا او ناتو جوړوی او دوی یی عملی کوی، هغه بل ګیدړ چه په ځان یی شجاع جمال نوم ایشی وایی [ ګډ حکومت سناریو ته له امنیتي اړخه چمتووالی ونیسي… نور لوستل »