افغانستان

پروان کې سرتېري بريد ۱۱ امریکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل):د پروان ولايت په صيادو ولسوالۍ کې د امریکايي پوځيانو پر کتار سرتيري بريد کې ۱۱ امریکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې د دې بريد مسؤوليت منلی دی.

مجاهد وايي، تېره شپه په صيادو ولسوالۍ کې د امریکايي پوځيانو پر کتار سرتيري برید کې دوه ټانکونه ويجاړ، اوو بهرني عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پروان ولایت چارواکو او په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ادارې تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

وړمه ورځ هم په فارياب کې څلور امريکايي پوځيان وژل شوي وو، خو د امریکا دفاع وزارت يوازې د دوو عسکرو د وژل کېدو خبر تاييد کړی و.

د يادونې وړ ده، چې پر امريکايي پوځيانو دغه دوه بريدونه په داسې حال کې شوي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو برخليک ټاکونکي مذاکرات رون دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روح الله روحمل

الحمدلله خوندور برید د مظلومانو د زړه ټکوره فدائی الله ج د جنت الفردوس نصیب کړه د نورو داسی بریدونو په هیله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x