افغانستان

ضعيف: تر راتلونکو څو ورځو به د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفير او د سولې فعال ملا عبدالسلام ضعيف وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به تر راتلونکو څو ورځو نهايي او اعلان شي.

د ښاغلي ضعيف په وينا ملا عبدالغني برادر به د طالبانو له لوري دغه هوکړه لاسليک کړي.

د طالبانو دغه پخواني ديپلومات زیاته کړې، د تفاهم نامې په متن کې راغلي، د سولې له هوکړې وروسته به طالبانو ته د ترهګرو خطاب نه کيږي.

ملا عبدالسلام ضعيف دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې وړمه ورځ د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو مذاکرات پيل شوي دي.

په دغو مذاکراتو کې د امریکايي ديپلوماتانو مشري زلمی خلیلزاد او د طالب ديپلوماتانو مشري شېر محمد عباس ستانکزی کوي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم د دغو خبرو ګډونوال دی.

د دوحې مذاکراتو څارونکې سرچينې وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې د اختلاف جزئيات نه دي پاتې او ډېر ژر به دواړه لوري هوکړې ته ورسيږي.

طالبان او امریکا دې پای ته رسېدلې، چې ټول بهرني پوځيان به له افغانستانه وځي او په مقابل کې به يې طالبان دا ضمانت ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کيږي.

ملا ضعيف وايي، ټاکل شوې، چې ټول امریکايي پوځيان له پنځلسو تر څلرويشتو مياشتو له افغانستانه ووځي.

د ښاغلي ضعيف په وينا د هوکړې له لاسليکېدو يوه اونۍ وروسته به د طالبانو او افغان لوري ترمنځ خبرې پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

امریکایی چارواکو ویلی وو چی سولی تفاهم نامه به د سپتمبر پوری نهایی کړی نو نن د اګست ۲۴ ده نو تر سپتمبر پوری ۷ ورځی پاتی دی آیا دا ضمانت له پاکستان هم اخیستل کیږی چی د داعش ملاتړ یا بلی جنګی ډلی په افغانستان کی نظامی او مالی ملاتړ نه کوی؟ آیا د امریکا، برتانیه، پاکستان او نړیواله ټولنه به دا ضمانت راکړی چی د افغانان په داخلی چارو کی به لاسوهنه نکوی؟ پاکستان په تیر کی د نجیب الله د رژیم وروسته چی نړیوالی ټولنی له وغوښتل چی له دولت څخه استفا وکړ، بیا همدی پاکستان همدا… نور لوستل »

انجینر ظفرخان

موږ یی هر کلی کوو ، لوی رب دی وکړی چی ژرتر ژره دغه هوکړه لیک لاسلیک شی ، ځکه هره ورځ په لسهاوو افغانان د طالب، یا دولتی عسکر په نوم وژل کیږی ددواړو جنازی افغان کورنیو ته ایښودل کیږی او ددی وطن درد لا پسی زیاتوی که تاسی په کلیو او بانډو کی وګورۍ اکثره خلکو خپل روانی توازن له لاسه ورکړی او په ډیر و سختو شرایطو کی ژوند کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x