افغانستان

هرات: طالبانو د فارسي ولسوالۍ ولسوال وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ په ودانۍ باندې د طالبانو برید د یادې ولسوالۍ د ولسوال «سيد کمال» په ګډون څلور تنه عسکر وژل شوي او دوه نور یې طالبانو ژوندي نیولي.

د طالبانو ویاند «قاري يوسف احمدي» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي «دالفتح عملیاتو په لړکې  بیګاه شپّ  ۱۰ بجې دهرات ولایت د فارسي ولسوالۍ  دولسوالۍ  دکور پر دفاعې پوسته  داسلامي امارت مجاهدینو وسلوال بریدترسره کړ. برید چې دشپې تر ۱۲ بجو پوري یې دوام وکړ په پایله کې یې   دولسوال په شمول ۴ تنه ساتونکي ځای  پرځای قتل ۴ تنه عسکر ژوبل او ۲ تنه نور یې ژوندي ونیول شول»

د احمدي په خبره، په برید کې یې ملګرو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی او له غنیمت شویو وسلو سره یو ځای روغ رمټ خپلو سنګرونو ته راګرځېدلي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د هرات ولایت مقام په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x