افغانستان

تاجکستان: د افغانستان ورځ تر بلې خرابېدونکی امنیتي وضعیت به دسیمې ثبات زیانمن کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په ګاونډ کې د واقع هیواد «تاجکستان» د دفاع وزیر وايي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او یوازې د روسیې په مټ کېدلای شي په دې هیواد کې د ترورزیم د پراختیا مخه ونیول شي.

سپوتنیک خبري اژانس د تاجکستان د دفاع د وزیر « شیرعلي میرزا» له قوله لیکي، چې په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې پېچلې کېږي او په نږدې راتلونکې کې ښايي امنیتی وضعیت نور هم ورسره خراب شي، چې سیمه به یې له منفي اغېزو خوندي پاتې نشي.

شیرعلي میرزا وړاندې زیاتوي « دا مهال په افغانستان کې قومي او مذهبي جګړې ورځ تر بلې پراخېږي او افراطي جنګیالي په دې هیواد کې په یوه ځواکمن جګړه کوونکي لوري بدل شوي، چې د یو ګاونډي هیواد په توګه به یې موږ هم له منفي اغېزو خوندي پاتې نشو».

د میرزا په قول، په افغانستان کې د خرابۍ لور ته تلونکی امنیتي وضعیت ناهیلي کوونکی دی؛ خو د روسیې په مټ کېدلای شي په دې هیواد کې د تروریزم د پراختیا مخه ونیول شي.

تاجکستان داسې مهال د افغانستان له امنیتي وضعیت ناهیلی ښکاري، چې د طالبانو بریدونو تر بل هر وخت زور اخستی او ورځ تر بلې ددولت تر واک لاندې سیمو په لاندې کولو کې وړاندې روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x