
چیچنیا کې د اروپا تر ټولو ستر مسجد پرانېسته وشوه – انځورونه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): په چیچنیا هېواد کې پرون د جمعې په ورځ د اګست میاشتې په ۲۳مه نېټه د اروپا تر ټولو ستر مسجد پرانېسته وشوه.
دغه مسجد د چیچنیا مرکزي ښار څخه لیرې په سهالي ښار کې موقعیت لري چې ویل کیږي د مسجد په داخل کې یوازې تر ۳۰ زرو لمونځ کونکي ځای کیږي او په بهر صحن کې یې نور ۷۰زره لمونځ کونکي ځای کیدلای شي.
دغه مسجد د چیچنیا مشر «رمضان قادروف» په نوم سره نومول شوی دی خو عموما به «د مسلمانانو افتخار» په نامه یادیږي، چې نوموړي د خپل مرحوم پلار د پيدایښت په ورځ ددې مسجد پرانېسته وکړه.
ددې ښکلي مسجد په جوړولو کې ماربل «سنګ مرمر» کارول شوی دی، بهرنی صحن یې ستره باغیچه ده چې بېلا بېل په زړه پورې ګلان او د اوبو فوارې په کې لګول شوي دي.