افغانستان

کندهار: په ترافیکي پېښه کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت په لویه لاره د ترافیکي پېښې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د کندهار ولایت د ترافیکو مرستیال مدیر «سردار محمد ناصري» وایی، پېښه د میوند ولسوالۍ په حدودو کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې یو ټکسي موټر د ډېر چټکتیا له امله له خپل مسیر څخه ووت.

د ناصري په خبره، په وژل شویو کې درې مېرمنې، یو ماشوم او یو د پاخه عمر کس شامل دی.

نوموړی د لارې خرابتیا او د موټرچلوونکي بې احتیاطي د پېښې د لامل په توګه یادوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x