افغانستان

لوګر: عسکرو یو ولسي وګړی په ډزو وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د لوګر ولايت په بره کي ولسوالۍ کې دولتي عسکرو يو تن ولسي وګړی په ډزو ويشتلی او وژلی دی.

راپورونه وايي چې د بره کي ولسوالۍ په ده شيخو کلي کې عسکرو يو ځوان هغه مهال وژلی دی چې نوموړی په خپله کرونده کې په کار کولو بوخت و.

د سيمې اوسيدونکي وايي چې د نور اغا زوی سيد فاروق چې په خپله ځمکه کې يې کار کاوه عسکرو له نژدې پوستې ورباندې ډزې وکړي او نوموړی يې په خپل پټي کې ځای په ځای وواژه.

د ده شيخو کلي اوسېدونکو نن ټکي اسيا ته ويلي دي چې سيد فاروق له هيڅ وسله والې ډلې سره لاس نه درلود او ورځنۍ بوختيا يې دهقاني وه.

تر اوسه د لوګر چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د دولتي ځواکونو له لوري دا ډول پيښې تر دې وړاندې هم رامنځته شوي دي او دا لړۍ له پخوا راهيسې دوام کوي خو حکومت يې په اړه تر اوسه کوم ګام نه دی پورته کړی.

تيره ورځ هم دولتي ځواکونو په وردګ ولايت کې د واده په مراسمو توغنديز بريد کړی و چې په کې يې د واده د زلمي وراره وژلی و او پنځلس تنه نور يې ټپیان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x