انار د امیندوارې میرمنې او د راتلونکي ماشوم لپاره خورا زیات ګټور دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د انار شربت د ګټورو اجزاو په درلودلو سره ګڼ شمېر ګټې لري، اوس پوهانو خبر ورکړی چې د امیندوارو میرمنو لپاره په منظم ډول د انار شربت څښل نه یوازې ددوی لپاره ګټور دی بلکې ددوی د راتلونکي ماشوم د دماغو پرمختیا لپاره هم خورا ګټور ثابتیږي.

نړۍ کې د (IUGR) ناروغي په پراخه کچه خپره شوې ده، دا یو خطرناک حالت دی چې له کبله یې د ماشوم دماغ په مناسب ډول وده نه کوي، او د ماشوم بدني، نفسي او نورو پرمختیایي وړتیاو ته سخت زیان اړوي.

انار کې داسې مواد موندل کیږی چې په کې په پراخه کچه د اکسایډ ضد مادې شتون لري، دغه مادې د دماغي زوال مخه نیسي او د دماغو د لا پرمختګ لامل ګرځي.

په دې اړه د هارورډ پوهنتون څیړنه ترسره کړې ده، په دې څيړنه کې «۷۸» هغه میرمنې شاملې شوي چې د (IUGR) ناروغي یې درلوده، او د امیندوارۍ په موده یې له ۲۴ څخه تر ۴۳ اوونۍ تیرې شوې وې، په دې کې نیمو میرمنو د ماشوم تر زیږیدنې پورې هره ورځ ۲۳۷ ملي لیتره د انار شربت څښلو، بالعکس نورو نیمو میرمنو ته په یاده موده کې د انار جوس نه دی ورکړل شوی.

له کوچنیانو زیږیدلو وروسته یو شمېر معاینې ترسره شوې او وموندل شوه هغه میرمنې چې د انار شربت یې نه و څښلی په کوچنیانو کې یې د وینې کچه کمه وموندل شوه او د دوی دماغي وړتیا هم کمزورې وه، بلخوا د انار شربت څښونکو میرمنو کوچنیان د وینې او د ماغي وړتیا له اړخه پیاوړي وو.

د امینداور میرمنو عمومي خوراک ددوی د راتلونکي ماشوم په بدن او نفس خورا ژور اغیز کوي، له همدې امله امیندوارې میرمنې دې د پياوړي ماشوم زیږولو لپاره د ورځني خوراک ترڅنګ د انار جوس څښل هم نه هیروي.

انار په پراخه کچه ویټامینونه او فایبر لري، له چاغوالي مو ژوغوري، د څیړنو له مخې انار د کولیسترول په مخنیوي کې خورا مثبت رول لوبوي، همدا ډول مو پوستکی په ځانګړي ډول مخ تازه کوي، ویښتان مو له تویېدو ژغوري، د وینې کمښت پوره کوي، د سرطان مخنیوی کولای شي، د هاضمې سیستم فعالوي، د زړه او فالج ناروغیو څخه مو ژغوري او همدا ډول د بندونو دردونه له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
د امیند واری لپاره لومړی ،جنګ ختم کیدل ضروری دی،ځکه چه.
مور پلار ماشوم ځوان کړی،طالیب او یا دولت دا ځوان ماشوم وغولوی،جنګ ته یی واستوی.
دا ځوان د پنجاب او امریکا لپاره بیا قربان کړی،
کله چه دولت واشنګټن ته،او طالیب پنجاب ته د ځوانانو د مرګ راپور ورکوی،نو ورته وایی چه
استعمال مو کړل…………او په قهه قهه ورپسی وخاندی،