
بلخ: طالبانو د امنیتي ځواکونو لویه قرار ګاه نيولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو لويه قراره ګاه نیولې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي چې د نهر شاهي ولسوالۍ اړوند ترکمني ښارګوټي سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو يوه غټه قرار ګاه نيولې ده.
#الفتح:
مهم خبر: تیره شپه دبلخ نهرشاهي ولسوالۍ اړوند شهرک ترکمنی سیمه کې یوه غټه قرارګاه(بیس)چې له څو اونیو راهیسې تر محاصرې لاندې وه، فتحه شوه، دښمن د تلفاتو په لیدلو سره تښتیدلی،ګڼ شمیر وسلې، مهمات او نور توکي نیول شوي.
همداډول دکومکي دښمن یو ټانګ ویجاړ، ۵ عسکر ووژل شول. pic.twitter.com/ZuwrQCmXk3— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 24, 2019
نوموړي ويلي دي چې یاده قراره ګاه له تيرو څو اوونيو راهيسې تر محاصرې لاندې وه چې نن يې سقوط کړه.
مجاهد زياتوي چې د قرار ګاه په جګړه کې يې يو ټانک ويجاړ کړی او پنځه عسکر يې وژلي دي او پاتې نور عسکر له سيمې څخه په تيښته بريالي شوي دي.
هغه ويلي دي چې د قرار ګاه په داخل کې يې ګڼ شمير وسلې او مهمات او نور توکي هم نيولي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په دولتي او نظامي مرکزونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې په نتيجه کې يې دولتي مرکزونه او قرارګاوې سقوط کيږي او طالبان يې په خپله ولکه کې اخلي.
تر اوسه په دې اړه د بلخ ولايت چارواکو څه نه دي ويلي.