طالبان: ښايي تر راتلونکو دوو ورځو له امریکا سره روانې خبرې نهايي شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، له امريکايي استازو سره يې د نهم پړاو مذاکراتو کې کمساری پرمختګ شوی او هيله يې ښکاره کړې، چې ښايي تر راتلونکو دوو ورځو په ټولو مسائلو اختلافات ختم او مذاکرات نهايي شي.

ښاغلي شاهين د دوحې «ديپلومات کلوب» کې خبريالانو ته ويلي، له امریکايي استازو سره يې په اکثرو مسائلو اختلافات پای ته رسېدلي، ډېر لږ مسائل د بحث لپاره پاتې دي او ښايي تر راتلونکو دوو ورځو دا هم نهايي شي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو نهم پړاو د اګست په ۲۲مه پيل شوی، تېره ورځ د جمعې لمانځه لپاره رخصت و، خو ماښام ناوخته دغه ناسته بيا پيل او تر ماخستن ناوخته روانه وه.

خلیلزاد تېره پنجشنبه په دوحه کې د طالبانو له سياسي مرستيال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره دوه په دوه ليدلي، تېره ورځ يې په قطر کې د ګډ حکومت له سفير حکيم دلیلي سره هم ليدلي دي.

ديپلوماتيکي سرچينې وايي، ښايي زلمی خلیلزاد دوه ورځې وروسته د هوکړې وروستيو جزئياتو په اړه د بحث لپاره کابل ته راشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

کچیری په ریښتیا افغانی طالبان یی، د اسلام او افغانستان لپاره کار او جهاد کوی بیا نو د الله (ج) تاسی ټول کامیابه لری، او کچیری د آی اس آی لپاره د پاکستان تور پنجابی نیابتی جنګ پر مخ وړی یا د هغوی لپاره کار کوی بیا د نور الله (ج) تاسی ټول شرمنده، رسوا او تباه کړی. آمین