د طالبانو د مذاکراتي ټیم تخنیکي ډله

 واشنګټن پوسټ: طالبانو د عامه اړيکو له لارې نړۍ اغېزمنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ وږی، ۱۳۹۸ل): واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې ليکلي، طالبانو د ټويټر، فيسبوک او نورو ټولنيزو شبکو له لارې عملا ښودلې، چې د دوی په دريځ کې نرمي راغلې او د دغو اړيکو له لارې يې نړۍ اغېزمنه کړې ده.

ورځپاڼه وايي، په طالبانو کې دا بدلون په داسې حال کې ښکاري، چې امريکا له طالبانو سره د روانو مذاکراتو له لارې د افغانستان ۱۹ کلنې جګړې د ختمولو په تکل کې ده.

واشنګټن پوسټ وايي، د طالبانو د چال چلند دغه بدلون ښايي له امريکا سره ممکنه هوکړه کې ګټور تمام شي.

ورځپاڼه زياتوي، د افغانستان روانې ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو او امریکا مذاکرات برخليک ټاکونکي پړاو ته داخل شوي دي.

باوري سرچينې وايي، چې د دواړو لوريو ترمنځ اختلافات تر ډېره حل شوي او وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي دي.

د روانو لس مياشتنيو ستړي کوونکو مذاکراتو پر مهال امریکا او طالبان په دې سره سلا شوي، چې د افغانستان ۱۹ کلنه جګړه بايد د خبرو له لارې په داسې توګه حل شي، چې نه په راتلونکي وخت کې امریکا ته ګواښ متوجه شي او نه هم په افغانستان کې امریکايي او نور بهرني پوځيان پاتې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د